د وخت د شوروي پرمهال تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان یوازي کالکي کرلې . اروپایانو د وخت شوروي ته ویله : یوازي کالکي کرل ځمکه ښرینه کوي، ولي دغه اوبه چې تاسي لګه وۍ مالګه لري او کالکي ډېري اوبه غواړي . او اوبه مو هم لږیږي . د وخت شوروي د دغو وګړو په غم کي نه وو . ولي چې د کالکو په پټیو کي يوازي ښځو کار کاوه . ښځو ته هم کار پیدا وو او د دوی د پومبه وو تجارت هم چالانه وو .
په تېرېدو سره د مهال رښتیا هم دغسي وسوه ، د ارال د اوبو د غاړي ځمکه چې ګورې د ښرو له لاسه ټوله تکه سپنه ده لکه واوره چې اورېدلې وي . ارال پخپله هم مخ پر وچو دو دی . نو دغه هېوادونه مونو کلتور (یو ډولیزه کرهنه) سوي وه، ولي نوره کرهنه پکښې لږ او یا بیخي نه وه او س تاجکستان له افغانستان سره زراعتي مرستي کوي .
د تاجکستان ئي خو کور ودان بچی ئي لوی خو که د یوه افغان څخه وپښتل سي، چې ستاسو هېواد څنګه یو هېواد دی ؟ دی سم دلاسه ورته واي یو کرهنیز هېواد دی . اوس داسي ښکاري : چې زراعتي هم نه یو ، ولي چې تاجکستان څو کاله مخ کي یو منوکلتور هېواد وو او اوس له افغانستان چې یو زراعتي ملک وو مرسته ورسره کوي، نو افغانستان دم درهاله هیڅ شی نه دی .
یوازي امریکایان د کاله ۳۵ ملیارده دالره مصرف پکښې کوي، هغه نور ۴۱ هېوادونه خو لا پرېږده . دا څرګنده نه ده، چې دا مصرف د افغانستان د ورانولو له پاره دی که د بیا رغاوني لپاره ؟
زموږ څخه لکه چې هغه پخوانئ پلرنۍ دنده هم ولاړه ؟