کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / هالبروک اوماموریت یې …

هالبروک اوماموریت یې …

همدااوس که  مطبوعاتي سرخطونه و ګورئ سیمې ته دیوه لوړپوړي امریکايي چارواکي دسفرپه اړه به پکې ولولئ دافغانستان اوپاکستان دچارولپاره دسپینې ماڼۍ ځانګړی استازی ریچارډهالبروک تازه دسیمې له  سفره ستنیدونکی ده نوموړي له اسلام اباده سفرپیل کړبیادسويلي افغانستان هلمندته لاړله هغه ځایه په غزني راغی اوپه کابل کې یې خپلې  رسمي کتنې اوکانفرانسونه ترسره کړل .
داچې  داوبامادځانګړي استازي په صفت دهالبروک ماموریت څه دی تراوسه یې څه پایلې درلودلې دي اوڅه تمه  ترې کیدای شي دې ته وروسته راځوخوراځئ لومړی به خپله هالبروک وپیژنوترڅوروښانه شي چې ددې سترکړکیچ دهواري لپاره رالېږل شوی استازی په امریکایي سیاست کې دکومې کچې سړی دی اوڅه بایدوکړي ترڅوددې لانجوپه معقولانه هواري سره خپل شته کریډټ وساتلی شي .
دیموکرات سیاستوال ریچارډهالبروک په ۱۹۴۱ میلادي کال کې زیږیدلی چې دادی په ۲۰۰۹ کې یې په افغانستان اوپاکستان کې داوباماوځانګړي استازي په توګه خپل سخت ماموریت پیل کړ.نوموړي تردې وړاندې دلیکوالي ،دمجلودسرمحرري  ،تدریس اودبانکی سرمایه ګذاری اوسولې په نړیوالو هیئاتونوکې دعضویت دندې ترسره کړیدي .دهالبروک په اړه ویل کیږی چې دامریکاپه سیاسي تاریخ کې یوازینی کس دی چې په یوه وخت  دنړۍ ددوو مختلفوبرخو( اسیا اواروپا)لپاره دبهرنیوچارو دوزارت مشاورپاته شوی  نوموړی دبهرنیوچارودمشاوروزیرپه توګه له دندې وروسته ۱۹۹۴ کال کې په المان کې دامریکادسفیرپه توګه وټاکل  شوچې په دې موده کې دبوسنیادسولې  په تړون کې دنوموړي کرداردی دیومطرح سیاستوال په توګه راڅرګندکړله هغه وروسته یوځل له ۱۹۹۹ څخه تر ۲۰۰۱ پورې په ملل متحدکې دامریکادسفیرپه توګه وټاکل شواوبیاد۱۰۰۴ کال په انتخاباتوکې ددیموکرات کاندید جان کیري دمشاورپه صفت انتخاباتی سیالیوته راوړاندې شو.
د۲۰۰۸ په ولسمشریزو ټاکنوکې ددیموکراتانوپه خپل منځي سیالیوکې نوموړي دهیلري کلنټن خوانیولې وه اوداتمه کېده که چیرې هیلري راتلونکوټاکنوته کاندیدیږي اوکامیابیږي نوهالبروک به یې  په کابینه کې دبهرنیوچارووزیروي .
دامریکاولسمشرباراک اوبامادتیرې جنوري په دوویشتمه اعلان وکړچې پخواني ولسمشربوش ورته ډيرې تاوجنې مسلې اوکړکیچونه په میراث پرې ایښي چې په هغوکې ترټولوخطرناک چې امریکایې په یوه رښتیني بحران کې غوپه  کړې دافغانستان اوپاکستان کړکیچ دی نوځکه دی ددیموکرات ګوندیومعتبر سیاستوال هالبروک ددې کړکیچ دهواري لپاره دځانګړي نماینده په توګه ټاکي .
زیاتره کتونکي په دې انددي چې داوبامالخوادافغانستان مسئلې ته خاصه توجه اودحل لپاره یې دیوه لوړپوړي سیاستوال ټاکل په اصل کې دامریکايی اولس هغو هیلوته ځواب وه چې په د ې اړه یې له نوي ولسمشرنه درلودې  اوباماځکه دغه ماموریت هالبروک ته ورلغاړې کړترڅوروان کړکیچ دلاژوریدو په ځای دهوارېدوپه خوامخه کړي چې په دې سره به نوموړی دانتخاباتي کمپاین په مهال خپل د بدلون شعارته ژمن پاته شوی وي .
داچې هالبروک به ددغومسائلوپه معقولانه حل سره دامریکایی اولس اونړیوالو هیلې ترسره کړای شی اوکنه تراوسه زیاتره کتونکي په دې اړه له یوه پرېکنده اټکل څخه غاړه غړوي خوکه دهالبروک تیروسفرونواواوسنیومنډو ترړوته وګورو کوم داسې څه نه پکې ترسترګوکیږي چې سړی یې دحل په خوایوګام وبولي .ظاهراداسې ښکاري لکه چې دی هم له دې مسائلوسره په برخوردکې له پخواني رواجي امریکايي سیاست څخه کاراخلي ځکه دنوموړي ماموریت یوازې په سفرونوسیاسي ویناوو اوتکراري لیدنوکتنوکې خلاصه کیږي اوتراوسه یې کوم داسې نوښتګرانه ګام نه دی پورته کړی چې درښتینې حل په خوادنوموړي هوډ ترې څرګندشي .
ددې پرځای چې نوموړی د شخړې دحل لپاره د مخالف لوري له دریځ اودلائلوځان خبرکړي یاورسره دتفاهم اوډیالوګ لپاره داړیکوکوم کانال پیداکړي نوموړي هرځلي ټول وخت یوازې په اسلام اباداوکابل کې مصروف پاته شوی  اوپه نمایشې لیدنوکتنویې خپل دوره پای ته رسولې نه پوهیږو دامریکايي لوړپوړو سیاسي درک اوځیرکي په همدې کچه ده اوکه هسې تربوسولاندې داوبوتیرولوله پالیسي څخه کاراخلي چې له یوې خوا دافغانستان دمسئلې دحال نارې سورې وهي اوله بلې خوایې تراوسه له خپل مخالف جهت سره دمخامخ نظرتبادله کولو مخ نه دی موندلی .
هالبروک هم لکه دملګرو ملتونودخاص استازی غوندي هڅه کوي دافغانستان دموضوع په حل کې له یوه لاس څخه ټک پورته کړي چې له لویه سره ناممکن بریښي .
په داسې حال کې چې په جګړییزه برخه کې داوبامااداره طالبان دیوه حکومت ضداپوزیسیون اوقوي سیال  په توګه په رسمیت پیژني خوپه سیاسي برخه کې بیاورته دیوسیال اوپیاوړي سیاسي خوځښت په توګه ورسره په تعامل کولونه دي قایل همداخبره ددې لامل شوې چې دامریکایانولپاره دنظامی حل لارې په شان اوس دافغانستان دموضوع سیاسي اوسولیزه حل لاره هم له ننګونوسره مخ شوې اوله دې مرګونې کړکیچ څخه داوبامادادارې دوتلوټولوپلانونه بې نتیجې پاته شوي دي .
دهالبروک به لپاره به ښه داوي ترڅوامریکایي لوړپوړي تصمیم نیوونکي  دې ته اماده کړي چې نوردافغانستان دموضوع په اړه حقائق اوواقعیتونه ومني ددې لوبې دسرته رسولو لپاره نوردبوش دادارې په شان یکران اومغرورانه سیاست کارنده نه شي ثابیتیدای اونه په زاړه سوچ دسریښوله دې ډنډڅخه امریکاوتلی شي .
هالبروک که رښتیادافغانستان له ستومانوونکي شخړې څخه امریکا اونوره نړۍ هوساکول غواړ ی بایددډيرو داسې مسائلومنلوته زړه ونیسي چې تراوسه یې امریکایان منلوته تیارنه وه دافغانانودین کلتور استقلال اوځمکني تمامیت احترام بایدپه رسمیت وپیژندل شي په سیمه کې امریکايی حضورچې دټولو مشکلاتوزړی بلل کیږي بایدپه اړه یې له سره غوروشي ددې پرځای چې نوموړي په برحاله سیاسی سټيجونوله خودنهاده سیاسي نانځکوسره دسیمې په مشکلاتوخبرې کوي بایددسیمې میشتوناراضه اولسونوته مراجعه وکړي هغوی چې دسیمې دامن کیلي یې په  رضایت کې ده .
که چیرې نوموړی په دې اړه کوم فوق العاده ګام پورته کړي اودکړکیچ درښتیني حل لپاره امریکايی مشرتابه یولړتیریدنوته اماده کړي نوښايي دامریکااولس په وړاندې خپل مسولیت اداکړای شي اوکه بیاهم نوموړي په هماغه زړه لاره تګ دوام وړکړي نه یوازې داچې یوه خونړي بحران ته دامریکايی حکومت دورټیل وهلومسولیت به یې په غاړه وي بلکې پخوانی ګټلی اعتباربه یې هم له خاوروسره خاورې شي .