کور / تازه خبرونه / دوشنبه : د افغان، تاجک او پاکستاني ولسمشرانو ګډ تړونليک

دوشنبه : د افغان، تاجک او پاکستاني ولسمشرانو ګډ تړونليک

د مرکزي آسيا درې واړو افغان، تاجک او پاکستاني ولسمشرانو د تاجکستان په مرکز دوشنبه کښي يو ګډ  تړونليک چي پکښي د سوداګرۍ، انرژۍ، خپلمنځي اړيکو، قاچاق او تروريزم پر ضد جګړه کښي د ګډي همکارۍ درې جانبه توافق سوئ؛ لاسليک کړ .

درې واړو غاړو پخپل منځو کښي د ګډو همکاريو، په سيمه کښي د ګډ ثبات په راوستلو او د حمل-نقل دلا ښه والي دپاره د يوې ګډي پوليزي  اورګاډۍ پر سر خبري-اتري وکړې .

درې واړه غاړو قاچاق او تروريزم خپل ګډ دښمن او په وړاندي يې د يو بل سره د همکارۍ ژمني تازه کړلې .

افغان ولسمشر کرزي او تاجک هغه دا ډول ناسته د سيمي د ثبات دپاره مهمه وبلل، پاکستاني ولسمشر زرداري په کال کښي د ورته درې جانبه ناستو د بيا-بيا دايرولو وړانديز وکړ او ويې ويل چي دادئ موږ يو ځل بيا د سيمي په کچه د تاريخ يو نوی باب پرانيږو؛ موږ به  تل يو بل ته همداسي ژمن پاته کيږو .

پاکستان او تاجکستان د افغانستان سره د بيا رغاوني او زراعت په برخو کښي هم خپله همکاري څرګنده کړل .

پاته دي نه وي چي د ددې درې اړخيزي ناستي سره په څنګ کښي د روسيې د ولسمشر سره هم ليده-کاته سوي چي د کتونکو پام يې ځانته اړولئ او ددوی په اند؛ کېدائ سي چي کومه سياسي انګېزه به ولري .