د کورنيو چارو وزارت آسوشېټيډ پريس خبري اژانس ته منلې ده چي نن د هلمند په ولايت کښي ۴ تنه افغان ساتونکي چي د يو شخصي امنيتي کمپنۍ لپاره يې کار کاوه؛ د سړک غاړي په يوه بم کښي وژل سوي دي .
په هلمند کښي په زرګونو تازه دمو بهرنيو قواوو د طالبانو پر ضد پراخ عمليات ترسره کړل؛ څو سيمه د وسلوالو څخه پاکه کړي .
د سړک غاړي ددغه بم چاودني د پړې او ځايګي په اړه لا تر اوسه جزيات نه دي ورکړل سوي .
د د کورنيو چارو وزارت د يو بل خبر له مخي پرون هم د هلمند په يخچال سيمه کښي د ملي اردو پر سرتيرو د سړک غاړي ورته بمي بريد ترسره سوئ چي څلور تنه يې پکښي وژل سوي او دوه نور چي موټر يې د تېرېدو په حال کښي ووټپيان سول .