کور / تازه خبرونه / د پوهني وزارت ورځني خبرونه

د پوهني وزارت ورځني خبرونه

د لغمان ولایت د ښوونكو ۱2 ورځنى ميتوديك وركشاپ په لاره واچول شو

 د لغمان ولایت: د لغمان ولایت دښوونځيو د ښوونكو لپاره ۱۲ ورځنۍ د رياضى مضمون ميتوديك وركشاپ د نوموړى ولايت د عليشنګ ولسوالٰي د شير محمد په ليسه كى جوړ شو .

 نوموړی ورکشاپ د برك موسسه په مالی ملاتړ او د پوهنی ریاست په همکاری جوړ شوى چى د عليشنګ ولسوالي د ښوونځيو ۳۵ تنو ښوونكو ګدون كړى چی له مخی یی دنوى ميتود په هكله پوهنیزه زده کړی ترلاسه کړی دیادونی وړ دی چی دى ته ورته ورکشاپونو پرانستل به د ښوونکو د پوهی د لوړلو په کچه کی د نوی روزنی د اصولو له اړخه مثبتی اغیزی وشیندی .


كار اعمار تعمير دارالعلوم حضرت خالد ولايت بادغیس جريان دارد

 ولایت بادغیس: کار اعمار دارلعلوم حضرت خالد 55 در صد پیش رفته است، تعمیر متذکره به صورت پخته واساسی در 4 جریب زمین دولتی به مصرف مجموعی 301 هزار دالر امریکایی به کمک مالی تیم بازسازی ولایتی کشور هسپانیه مقیم بادغیس توسط شرکت ساختمانی نو بهسازان به مدت 9 ماه اعمار می گردد، که دارای 10 صنف درسی، 2 اتاق اداری و کمپیوتر، لابراتوار، اتاق محافظ، یک حلقه چاه آب آشامیدنی، دیوار احاطه، 5 مبرز با سایر ملحقات ضروری آن می باشد که با اعمار تعمیر متذکره مشکل شاگردان دارالعلوم از ناحیه نبود جای مرفوع خواهد گردید.


د بدخشان ولايت د پوهنی ریاست سره د اداری توکیو مرسته

 د بدخشان ولایت: د بدخشان ولایت د پوهنى رياست سره ديونیسف نړيوالى ادارى لخوا دنوموړى ولايت د پوهنى رياست سره د یو شمیر اداری توکیو مرسته وشوه.

په هغه مراسمو کی چی په همدی موخه په نوموړی رياست کی جوړه شوی وه دبدخشان ولایت دپوهنی رياست مسئوولينو ګډون کړی و.

 په نوموړی توکیو كى ۱۳۳۴ د شاګرد بكسونه، ۱۰۰ بستى د معلم قرطاسيه، ۶۷ بستی د شاګرد قرطاسيه، ۳۹ تورى تختى، ۱۱۷ تختى پلاستيكى فرشونه او نور د ضرورت وړ شیان شامل دی.

 ديادونى وړ ده چى نوموړى توكیو به د بدخشان ولايت وكليوالى ښوونځيو ته د مهال ويش سره سم وويشل شى.