دتکواندوپه ملي لوبډله کې دګډون په موخه په كندهار كې د سوېلي ولايتونو د لوبغاړو تر منځ د تكواندويوورځنى سيالۍ، برايې ماښام ناوخته پايته ورسېدې .
ددغوسياليواتلولۍ ته دفراه لوبډله راو وتل .
دغوراوي دغه سيالۍ د كندهار په احمدشاهي لوبغالي كې دسې شنبې له مازيګرڅخه بياترماخوستن دولس بجوپوري دوام درلود.
په کندهاراکې دالمپيک دآمريت د تكواندو فدراسيون مسوول سيد سرور اماني وويل په دې لوبو كې د كندهار، فراه، هلمند او نيمروز لوبغاړو ګډون کړى .
دښاغلي اماني په خبره چې د فراه لوبغاړو د ۳۶ نومرو په تر لاسه كولو د سياليو د لومړي، كندهار د دويم، هلمند د درېيم او نيمروز د څلورم مقام ګټونكى شول .