کور / شعر / شرط دسولې

شرط دسولې

څنګه زما مخې ته راغلی لارويه
زما ژوند ډک له ژاړااو دځګرويه
په پردي وطن کی خواره مساپره
تورې شپې په غيږکې اخلمه زړګيه
****
زه دخپل وطن اصيله پښتنه وم
دغيرت اودناموس خوږه کيسه وم
چې وطن کې ګرځيدمه نازيدمه
د نازو او ملالې  د ژوندجلوه وم
****
اوس طوفان کې راايساره په سلګو يم
هر سهار، ماښام  په سوو اوسيلو يم
دژوندون پاڼه مې يو په بل رژيږي
ديوسولې په ارمان تل په زارو يم
****
د وطن بچي مې لوږې نه مړه کيږي
دنګ ماڼو کې مې زړګۍ نه قراريږي
د وطن بي بي يانی در په در ګرځيږي
د ژوندون هر يو ارمان پسی ژړيږي
****
سهار پاڅمه غمونه دي دردونه
ماښام هم دا غم لړلي خبرونه
چې راډيوته هروخت غوږ نيسم دااورم
دا بمونه دي ،مرګونه دي، قتلونه
****
هيڅ په ژوند مې دراحت خبره نه شته
ستا راتلو ته د حاجت خبره نشته
تړمې اوښکې اوسلګو کې اموخته يم
مسافره اوسيلو کې اموخته يم
 ****
ماشومان موليلاميږي ډيرپريشان يم
داغمجن غمجن وختونوته حيران يم
د وطن په محبت کې پښتنو نه
سوله غواړمه لټون ته يې سرګردان يم
****
نولارويه ورشه جنګ ته زوال راوړه
شرط دسولې ده يوسورغمې لعل راوړه
ته فرهاد که د شيرينې ديدن غواړی
د حفيظ دګران وطن نه احوال راوړه