نن سهار د لغمان د اليشنګ او دولت شاه ولسواليو لپاره د ولسمشرۍ د کانديد ډاکټر عبدالله د کمپاين پر مسوول نا څرګندو وسله والوبريد کړی چې دهغه يو تن ساتونکی يې وژلی او نوموړی په خپله ټپي شوی . د لغمان دوالي وياند سيد احمد صافي وويل، چې ديادو شويو ولسواليو لپاره د ډاکټر عبدالله دکمپاين مسوول ډګروال اسماعيل نن دولت شاه ته د کمپاين په موخه روان و، چې په لاره کې دی او ملګري يې د ناڅرګندو وسله والو تر بريد لاندې راغلل. دبريد پړه تر اوسه چا نه ده منلې.پټه دې پاتې نه وي چې تېره ورځ د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې هم د ډاکټر عبدالله په ملاتړ پر يوې جوړې شوې غونډې وسله والو طالبانو بريد کړى و او ٢ تنه يې ټپيان کړي وو .