دمیدان وردګ ولایت دسیداباد ولسوالۍ دشیخ اباد په سیمه کې یوکرولا موټر دایساف دموټر سره د ټکرپه نتیجه کې په کرولا موټر کې یوتن مړ او درې تنه ټپیان شول.
په ټپیانو کې دیوتن روغتیا حالت داندیښنې وړ او د دوو نورو روغتیايي وضعه د ډاډ وړ ده چې ټپیان دملي اردو لخوا دایساف روغتایي مرکز ته انتقال شوې دي.
همدارنګه دیوبل خبر له مخې نن سهار دمیدانښار دکوټه عشرو په سیمه کې دایساف یو موټردسړک دغاړې بم وهلئ دئ چې له امله یې موټر زیانمن او پکې سپاره دوه تنه ټپیان شول، دټپیان روغتایي وضعه دډاډ وړ ښودل شوې ده.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه