کور / شعر / دشتې ليلې ! ورور مې رالېږې که نه ؟

دشتې ليلې ! ورور مې رالېږې که نه ؟

دشتې ليلې !  ورور مې رالېږې که نه ؟
زړه دې سېزې ؟ ورور مې رالېږې که نه ؟
د خدای دنيا کې بل څوک هېڅ نه لرم
سوال مې منې ؟ ورور مې رالېږې که نه ؟


دشتې ليلې !  دا اتم کال رابر شو
زه مې د ورور په انتظار ناسته يم
هره ګړۍ ، هره شېبه شمارمه
زړه پر بلۍ ، سترګې پر لار ناسته يم


دشتې ليلې ! درته قسم کومه
د ورور مې خدای که الف ب زده وه
نه يې نامه د ترهګر پېژنده
نه يې کيسه د القاعدې زده وه


دشتې ليلې ! ورور مې غربت وهلی
کندز ته تللی مزدورۍ ته و
هغه به څنګه وي نيو يارک وران کړئ ؟
حيران يوې مړۍ ډوډۍ ته و


دشتې ليلې ! يوه بدرنګه سړي
يوه غټ سري ، پوزه چنګه سړي
کندوز کې داسې اوازه خپره کړه
چې مونږ ژغورلی شو له جنګه سړي


دشتې ليلې ، ورور مې وحشت وهلی
په دې چونګ سترګي يې باور وکړ
ځان يې تسليم کړ ورته ، زر زر يې
نور تياری دخپل سفر وکړ


دشتې ليلې ! هغه ويل دا سړی به
ما ننګرهار ته سلامت رسوي
هغه کمبخت له دې نه څه خبر و ؟
چې به يې خدای په شهادت رسوي


دشتې ليلې ! زما د ورور په شانتې
نور په زرګونو پښتانه ځلمي
په دې نامه شول کانتينر ته پورته
چې شي کورونو ته ستانه ځلمي


دشتې ليلې ! په قتل عام اموخته
دغو چونګ سترګو د چنګېز بچو
پر کانټينرو کړه هوا بنده
د وينو تږو د انګرېز بچو


ما اورېدلي ځنې جل ووهل
مړه شول له تندې په اوبو پسې
او ځنې نور د تنفس لپاره
سر شول د مرګ په فرښتو پسې


او ځنې نور هم چې مړژواندي ول
ټول ستا په خاوره کې ژوندي خښ شول
دا د جنت د باغيچو بلبلان
لکه ايرو کې شنه غمي خښ شول


دشتې ليلې ! د مور مې غبرګې سترګې
ړندې شوې ، خپل د سترګو تور پسې
ځوانه ورېندار مې شوه په ژبه ګونګۍ
زه شوم رنځوره په خپل ورور پسې


يتيم وراره مې لس کلن دی اوس
د پلار تپوس مور نه مدام کوي
نه خو د ورځې سکول کې زړه لګوي
او نه د شپې چرته ارام کوي


سپين ږيری پلار مې خوزېدلی نه شي
په کټ کې پروت ، ژوند په ناکام کوي
” ورور دې ناوخته کړله ، خدای دې خير کړي “
همدا خبره هر ماښام کوي


دا اتم کال دی چې مکتب مې پرېښی
په ګوډه پښه باندې خواري کومه
کاله ته دوه وخته ډوډۍ ګټمه
زه د کورونو مزدوري کومه


دشتې ليلې ! له تا نه هېڅ نه غواړم
د ړندې مور د سترګو تور مې را
بس دا احسان راباندې ته وکړه
مړی د ګل ګل شهيد ورور مې را