کور / تازه خبرونه / څلور اېټالوي عسکر ټپيان سول

څلور اېټالوي عسکر ټپيان سول


په هرات ولايت کي د سړک د غاړي په يوه ماين چاودنه کي څلور اېټالوي عسکر ټپيان سوي دي.


په هرات کي د اېټالوي عسکرو وياند مارکو اموريلو ياده سوې پېښه تائېدوي او وايي دغه ماين په يوه موټرسايکل کي ځاى پر ځاى سوى و چي د شنبې په ماپښين پر اېټالوي ځواکونو وچاودي او څلور کسه يې ورټپيان کړل.


په عيني وخت کي د هرات د پوليسو قومندان وايي په دې چاودنه کي د اېټالوي پوځيانو يو ټانک له منځه تللى دئ.