د الماني شپیګل مرکه د دو الماني معتبرو پارلماني غړو سره، چې یو ئي پېتر شتروک (Peter Struck) ۶۶ ته کلن او د سوسیال دېموکراتانو (SPD) غړی او په ۲۰۰۲ ز کال کي بیا تر ۲۰۰۵ پوري د « سرو او زغونانو » د حکومت په دوران کي وزیر د دفاع وو – او بل ئي یورګن تودنهوفر (Jürgen Todenhöfer) چې پخوا د کریست دېموکراتانو (CDU) د پارلمان غړی وو او ورسته بیا د یوې مطبعې منجر وو او د امریکا د جنګ په عراق او افغانستان کي سر سخته مخالف دی . ده د امريکا پر دواړو جنګونو کتابونه لیکلي دي . «تودنهوفر» د شوروي دوخت او افغانستان د جنګ پر مهال د مجاهیدونو سره افغانستان ته تللی او اوس هم کله کله افغانستان ته ځي .
پوښتني او ځوابونه :
شپيګل : ښاغلی شتروک، د المان د سرتیرو شتون وروسته تر اوو کلونو په هندوکش کي مطمین سوی دی ؟
شتروک : طبعا، د طالبانو د وخت په حکمراي کي د اورپکو تهدید په اروپا او المان کي بېخي ډېر وو. موږ خپل د امنیت دفاع باید په هندوکش کي وکړو . دغه خبره تر هغه پوري اعتبار لري تر کومه پوري چې په افغانستان کي د اورپکو څخه وېره نه وي .
شپیګل : ښاغلی تودنهوفر، ځان په امن کي بولۍ ؟
تودنهوفر : برخلاف، د ناتو(NATO) دغه شتون په افغانستان کي خطر دی و المان ته . دغه د امریکا بمبارۍ چې ولسي وګړي وژني او کلي ورانه وي په ملیونو مسلمانان ئي پخپلو کورونو کي د تلویزون پرمخ ویني دا خو ښکاره خبره ده، چې ځوانان دغه حال نه مني او د غچ اخستلو لپاره میدان ته راوځي . او زموږ په ملک کي داخله وزیر شوبله (Schäuble) د اورپکو د ښکار پسي وځي او د ده ملګري ئي په افغانستان کي روزي او را پاره وي . د افغانستان جنګ د اورپکو روزنه ده .
شپیګل : دا داسي ښکاري، چې الماني سرتیري په هندوکش کي یو ناسم او بې مسؤلیت کار وي ؟
تودنهوفر : سیاستمداران هم اجازه لري ، چې غلطي وکړي، خو باید دغه جرئت هم ولري، چې خپله غلطي اصلاح کړي . سوسیال دېموکراتان مغروره وه، چې دوي د سولي ګوند دي . نو له دې کبله غواړم، چې لکه پېتر شتروک جرئت ولري، چې خپله غلطي اصلاح کړي . ډېری الماني سیاستمداران پېژنم، چې دوي دغه جنګ نه غواړي، خو دغه جرئت نه لري، چې په عامه ئي وه واي .
شتروک : هېلموت شمیت (Helmut Schmidt) زموږ فراکسیون کي ټیک همدغه خبره وکړه : موږ باید له جنګه څخه راووځو . مګر دغه دوام کوي . ډېر شیان د امریکاد نوي حکومت په پلانونو پوري اړه لري .
تودنهوفر : دامریکا له حکومت نه وغواړۍ ، په یوه فیصله ئي وړاندیز کي د بوندستاګ چې د کلیو بمباري بس کړي! هغه څوک چې د القاعدي د ځان وژنکو په مقابل کي لاريون کوي ، باید د امریکا د اورپکي بمباريو په مقابل کي هم لاريون وکي .
شتروک : د ولسي وګړو وژل ناوړه کار دی، هیڅ د منلو وړ نه دی . موږ له ډېري مودې راهیسي د امریکایانو سره په خبرو کي یو . زما په اند امریکایانو خپل پلان ته بدلون ورکړی دی .خو زموږ اغیزه پر امريکایانو باندي محدود ده .
تودنهوفر : موږ خو د دوي ترلاس لاندي نه یو، موږ یو مستقل هېواد یو .
شپیګل : ښاغلی تودنهوفر، ایا ستاسو په خبره موږ ښه پوهېديلي یو ؟ چې تاسو امریکایان او القاعده يوشی بولۍ؟
تودنهوفر : وه یوه مسلمان هلک ته هیڅ فرق نه لري، چې د القاعدې لخوا یا د امریکا لخوا په بم کي مري . د بوش حکومت ډېر ولسي مسلمانان وژلي تر القاعدې چې غربیان ئي وژلي وي . موږ باید د یوه بام او دوو هوا وو څخه لاس واخلو .
شپیګل : اوباما اوس پلان نه لري، چې له افغانستان څخه ووځي . برعکس غواړي چې لا نور سرتیري هلته ولیږي .
تودنهوفر : دا یوه غلطي ده . افغانان د امریکایانو نور سرتیري نه غواړي، بلکه لا لږ سرتیري غواړي . ولسمشر کرزي پخپله ماته وویل ، چې زه ډېر د المان پر مېشتو سرتیرو حساب کوم او کولای سم پر اضافه سرتیرو دامریکایانو صرف نظر وکړم .
شپیګل : پر هواي حملو باندي چې تاسو نیوکي کوی، خو ځمکني سرتیري لږ دي له دغه کبله هواي بریدونه اړین دي . دغه نور سرتیري چې ورسي نو به هواي حملي ونسي .
تودنهوفر : د ناتو سرتیري که یو ټک خپل پر خوا اوشا واوري ، سمدلاسه هواي ځواک راغواړي . غربي سرتیري تر دې چې جنګ وکړي ولسي وګړي وژني . یوازي په دغه تیرو څو کلو کي پنځه ودونه په بمونو کي له منځه تللي .
شترک : بمبارۍ چې بېګنا وګړي پکښې مري ډېر ویرجن کار دی . د امریکا د ریس جمهور د امنیت مشاور جیم جاونز (Jim Jones) یو معقول سړی دی ، خو په منطقه کښې سرتیري او د دوي قوماندانان دي، چې خپل د ویري ښه او بد نه ګوري بې پروا هر څه چې ئي وکړه هغه کوي .
شپیګل : ایا الماني سرتیري هم ځانونه ورسره مقصر کوي؟
تودنهوفر : طبعي ده چې موږ هم ورسره مسؤل یو . معلومات د الماني الوتکو یوازي د « ای ساف» لپاره نه دي بلکي د « انډورینګ فریدم» (Enduring Freedom) لپاره هم څرګندویني کوي . او دوي ددغه معلوماتو له مخه بیا بمباری کوي .
شتروک : زه خو دلته د الماني سرتیرو کوم مسؤلیت نه پکښې وینم . او د افغاني ولس مسؤلیت هم نه وینم . موږ پخپله ساحه کي بمبارد نه کوو .
شپیګل : په دا اخیره اونۍ کي چې کندوز ته نژدې درې الماني سرتیري مړه سوه . المانانو د امریکایانو څخه د هواي حملې مرسته وغوښتل .
شتروک : طبعي ده، چې داسي حالت راځي، چې و هواي ځواک ته اړتیا پیدا سي . چې د الماني سرتیرو ژوند له خطره څخه خلاسون ومومي . خو ولسي وګړي باید پکښې قرباني نسي . زما له نظره په دغه ځاي کي ولسي وګړو ته ځاني تاوان نه دی اوښتی .
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰
شپیګل : په حقیقت کي د ملل متحد له خوا د بیا رغاوني لپاره د ورځي ۷ ملیونه امریکاي ډالره لګښت کیږي . برخلاف یوازي د امریکا د سرتیرو لګښت د ورځي سل ملیونه دی . له دې نه څرګندیږي ولسي بیا رغاونه ډېره اړینه نه وي .
شتروک : داښکاره خبره ده، چې دسرتیرو لګښت ډېر وي . داچې تفاوت په منځ کي د سرتیرو دلګښت او د بیارغاوني د لګښت ډېر دی دا خبره منم . مګر موږ دا یقین نه درلود چې دومره به هلته پاته سو. موږ فکر کاوه، چې هلته به کراري راسي او موږ به بېرته ځني راځو . خو دغه انډول ناسم وو .
شپيګل : ایا دا یوه غلطي وه، چې افغانستان ته ورننه وتو؟
شتروک : نه نه، دا یوه غلطي نه وه . وروسته تر یولسمي د سپتمبر باید امریکایانو یو عکس العمل ښوولی واي . په یاد مو ده : چې طالبانو او اسامه بن لادن امریکایانو ته په لاس نه ورکاوه او د اورپکو کمپونه ئي نه تړل .
تودنهوفر : طبعي خبره ده، امریکایانو باید عکس العمل ښوولی واي . ايا دوی باید کابل د دې لپاره بمبارد کړی واي؟ دا خو یوه بې مانا خبره ده، چې یو هېواد د یو څو اورپکو لپاره بمبارد سي . او دا څه چې اورپکي افغانان هم نه وه . امریکاباید خپل خاصه کوماندو ته امر کړی واي بن لادن به ئي له منځه وړی واي . څې وکړه : په یو ریشخندي ډول ئي د «توري بوري» څخه پرې ښود چې ولاړسي او ملا عمر پر موټر سیکل ځني ولاړ .
شپیګل : په افغانستان کي باید څه وسي، چې ناتو له افغانستان څخه ووځي؟
شتروک : پردې ټوله موافق دي، چې افغاني سرتیري او پولیس و روزل سې . خو په تاصف سره دغه کار په دا اخیرو وختو کي ډېر نیم کړی پرمخ ولاړ . خو اوس الماني سرتیري د دې لپاره ډېر زیار باسي .
تودنهوفر : افغانان له موره پیدا سوي جنګیالي دي . په زرو کلونو پر دوي حملې سوي . هلته یو څورلس کلن په سلاح پوهیږي . دوي د دې شي لپاره اوږدې روزنې ته اړتیا نه لري . ولې یو وزګار ځوان چې تر سلو ډالر لږ معاش ولري ملي اوردو ته ورسي، چې طالبان دو ته هلته د څلور سوه بیا تر شپږ سو ډالر معاش ورکوي؟ موږ باید ملي اوردو ته ښه معاش ورکړو. افغانستان یوازي افغانان ساتلاسي او بس .
شپیګل : که د اورپکو پسي نور نه ګرځو نو په افغانستان کي بل څه لټو ؟
تودنهوفر : موږ په افغانستان کي د انتي غربي ناسیونالیستانو سره جنګیږو . افغانستان د جیوستراتیژۍ له مخي یو په زړه پوري هېواد دی . ولې له هغه ځایه نه روسیه، هند، پاکستان او چین ښه کنټروليږي او بل افغانستان د سیاسي خامو موادو ځائ دی . په پاي کي امریکایان غواړي ، چې په ا فغانستان کي د ګازو پیپ لین و غځه وي .
شپیګل : کله به الماني سرتیري له افغانستان نه ووځي ؟
شتروک : زه وېرېږم چې لس کاله به لا نور هم په افغانستان کي پاته سو .
تودنهوفر : که دغسي ډېر دوام وکړي نود الماني سرتیرو مړې به چې اوس ۳۵ دي ۳۵ به نوي بلکې په سلهاوو به وي او موږ به خپل کرېدیت په اسلامي نړۍ کي بېخي له لاسه ورکړو . زموږ سیاستوال باید ترمخ ترټاکونو صادقانه د وتولو ستراتېژي ومخته کښېږدي، چې موږ لږترلږه په دوو درو کلونو کي له دغه کړکیچ څخه را ووځو .
شپیګل : ښاغلی شتروک او ښاغلی تودنهوفر موږ مننه کوو ستاسو له مصاحبې نه !
يادونه : دغه ژباړه د شپیګل د ۲۷ تمي ګڼي نېټه ۲۹.۶.۲۰۰۹ څخه سوې څرنګه چې مصاحبه ډېره وه هغه مهم ځایونه ژباړه سوه یانی تر نیماي یوڅه ډېره ژباړه سوې ده .