کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

په کابل کې خپریدونکو ورخپانو نن تر ډیره خپل مطالب د امریکا د ځانګړي استازي سفر او د هغه څرګندونو او همداراز د راروانو انتخاباتو په وړاندې شتو امنیتي ګواښونو ته ځانګړې کړي او پدې اړه يې بیلابیل مطالب خپاره کړیدي.

په کابل کې زمونږ همکار حمید مهمند دا ورځپاڼې لوستي او لاندنې مطلب يې ترې چمتو کړې دې.

ویسا:
دې خپلواکې ورځپاڼې  کابل ته د امریکا د ځانګړي استازي ریچارډ هالبروک سفر ته په اشارې په یو مطلب کې د هغه په حواله لیکلي ديو چې امریکا تر انتخاباتو وروسته په افغانستان کې د سولې بهیر پیلوي.

ورځپاڼې په دوام کې د نوموړي له خلې لیکلي دي، چې دوی غواړي د سولې خبرې د افغانانو لخوا وشي او نړیوال یوازې په هغهې مرسته وکړي.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې دا خبر ورکړې، چې امریکا او برتانیه په افغانستان کې د مسؤلیتونو د ویش پر سر موافقې ته رسیدلي دي.

ورځپاڼې ددې مطلب په دوام کې د برتانیې د صدراعظم په حواله لیکلي دي، چې هیواد يې د ناټو د نورو غړو هیوادونو په پرتله د افغانستان په جنګ کې زیاته برخه لري.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په راروانو انتخاباتو تبصره کړې او پدې ترڅ کې ځینو هغو اندیښنو ته ګوته نیولي، چې له خلکو سره د راتلونکې په اړه موجودې دي.

هیواد:
دې دولتي ورځپاڼې بیا پخپله سرمقاله کې پدې ټینګار کړې دې، چې پخلاینه د شتو ستونزو د حل تر ټولو غوره لار ده.

ورځپاڼې د خپلې تبصرې په دوام لیکلي دي، چې د سولې او ملي پخلاینې بهیر ته باید د یو ملي غورځنګ بڼه ورکواې شي او په هغې کې ټول ملټ راګډ کړاې شي.

په ورځپاڼه کې نړیوالې ټولنې ته هم دا سپارښتنه شوې، چې په پوځي او ملکي چارو کې باید یو رښتینې انډول رامنځ ته کړي ځکه د ورځپاڼې په وینا همدا د امنیت د ټینګښت غوره لار ده.

دې ورخپاڼې هم په یو مطلب کې په راروانو انتخاباتو تبصره کړې او پدې انتخاباتو کې د درغلیو د مخنیوي لپاره يې عامه پوهاوې ضروري بللې دې.

اراده:
دې خپلواکې ورځپاڼې پخپل لومړي مخ کې په غټو ټکو سره لیکلي دي، چې په افغانستان کې او په تیره بیا د هیواد په سرحدي ولایتونو کې د ځان وژونکو حملو زیاتیدل ښۍ، چې طالبان خپل نوي تکتیکونه په شدت سره کاروي.

ورځپاڼې د موضوع په دوام دا سپارښتنه کړې، چې باید دداسې حملو د مخنیوي لپاره یوه چاره ولټولې شي.

ورځپاڼې په یو بل ځاې کې دا خبر ورکړې، چې امریکا غواړي د افغانستان په جنګ کې د مرګ ژوبلې د شمیرو خپرول بند کړي.

ورځپاڼې ددې کار یو اساسي دلیل د افغانستان په خلکو کې د امنیت د حس پیدا کول بللې دې.

دې ورځپاڼې هم پخپله سرمقاله کې د راروانو انتخاباتو په اړه بحث کړې خو پدې ترڅ کې د انتخاباتو په وړاندې د ولسم او دولت مسؤلیتونه جوت کړیدي.

هشت صبح:
دې نا دولتي ورځپاڼې هم د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي په وروستیو څرګندونو تبصره کړې او د هغه په حواله يې په لږ څرګند ډول لیکلي دي، چې له انتخاباتو وروسته له طالبانو سره د خبرو بهیر پیلوي.

ورخپاڼې پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې روان جنګ او پدې ترڅ کې د بهرنیو ځواکونو حضور څیړلې او لیکلي ديو چې بهرني ځواکونه باید په هدفمند ډول وجنګیږي.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د وسلوالو پر ضد د ولسي مقاومتونو مسله راخستې او د بیلګې په توګه یې لیکلي دي، چې د ننګرهار ولایت د نازیانو د ولسوالۍ اوسیدونکو وکړاې شول، چې له خپلو سیمو کې وسلوال وشړي.

اصلاح او انیس:
دې دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې روان حالات څیړلي او بیلابیل مطالب يې پرې خباره کړیدي.

انیس پخپله سرمقاله کې په خوست کې پرونیو حملو ته په اشارې د انتخاباتو په درشل کې د امنیت په ټینګولو کې د خلکو رول ضروري بللې دې.

خو اصلاح بیا په ملي مسایلو کې د قومي مشرانو رول مهم بللې او لیکلي دي، چې د کنړ ولایت مشرانو د انتخاباتو امنیت پخپله غاړه اخستې دې.

ملي ارمان: 
دې نا دولتي ورځپاڼې هم کابل ته د سفر په مهال د امریکا د ځانګړي استازي په څرګندونو تبصره کړې او د هغه په حواله یې لیکلي ديو چې د نړۍ څلویښت هیوادونه په افغانستان کې له انتخاباتو سره مرسته کوي او دوی هم ددغو انتخاباتو د شفافیت لپاره څارونکي استوي.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې بیا د هرات د والي په حواله لیکلي دي، چې ددغه ولایت په ځینو سیمو کې د انتخاباتو ځینې مرکزونه له امنیتي ګواښونو سره مخامخ دي.