نظم
څومره دي خوږ دى ښکلى نوم جانانه
څومره په زړونو باندې ښه لګېږي
زموږ د زړه د باغ پر هر ګلبوټي
لکه سپرلى لکه اوبه لګېږي
__
موږ تشې سترګې يو نظر مو نشته
موږ ته چې کله دا احساس راکوي
چې په ړنو سترګو جهان وګورو
دا ستا له نوره انعکاس راکوي
—
موږ چې له ژونده څخه ستړي شو لږ
زموږ و زړونو ته سکون راکوي
ټول نفرتونه لکه اور لمبه کړي
پاس له اسمانه يو قانون راکوي
—
د خوشحالۍ او د ښادۍ ورځو کې
دا ستا په نوم هره سندره ليکو
چې ورځ د غم او د خفګان راشي بيا
ستا په نامه هره خبره ليکو
—
ماښام په ستورو کې ځلېږې راته
سهار په سترګه د سبا کې راشې
کله په سترګو د تصوير راګورې
کله په سترګو د شهلا کې راشې
—
ستا له فرمانه څخه نه شي وتاى
هره يوه ژبه په واک کې اخلې
کله چې وغواړې خبرې وکړې
زموږ د زړه ژبه په واک کې اخلې
—
جانانه ته زموږ له زړو نه جوړ يې
د يوه راز غوندي پېچلى ښکارې
د دې نړۍ د هر بشر برخه يې
د سپين قران غوندې ښاغلى ښکارې
—
په تا تړلي يو موږ ټول جانانه
مقصد مو ته د زړه ارمان مو ته يې
په يوه خوله ستا ښکلى نوم يادوو
منزل مو ته يې او جانان مو ته يې
—
نو خود به ښکلى وي ستا نوم جانانه
څومره په زړونو باندې ښه لګېږي
زموږ د زړه د باغ پر هر ګلبوټي
لکه سپرلى لکه اوبه لګېږي
سميرا کوچۍ