کور / تازه خبرونه / ننګرهار: د ۱۲ طالبانو د وژنې ادعا وشوه

ننګرهار: د ۱۲ طالبانو د وژنې ادعا وشوه

په ختيځ کې مېشت ايساف  ‌ځواکونه وايي چې تېره شپه يې  د ننګرهار دشېرزادو په ولسوالۍ کې  د عملياتو په لړ  کې ١٢ وسلوال طالبان  وژلي او اته نور يې ژوندي نيولي. په ختيزو ولايتونو کې د ناټو د مطبوعاتي دفتر افغان ژباړن  سباوون هوتک وويل چې دشېرزادو په جګړه کې ايساف ځواکونو او ولسي خلکو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.نوموړي  په ختيځ کې د ايساف د يوه سرتيري د وژل کېدو خبره هم وکړه خو دا يې ونه  ويل چې دايساف دغه سرتيری چېرته او کله وژل شوی.


بل پلو  وسلوال طالبان بيا دعوه کوي، چې په دې عملياتو کې د دوی ملګرو  ١٥تنه  بهرني سرتېري وژلي او د دوی درې تنه طالب ملګري هم  وژل شوي دي.