د وژل شوو کاناډايي سرتيري جسدونه خپل هيواد ته ليږدول کيږي
د کاناډايي رسنيو له مخې ټاکل شوې چې، دهغو دوو تنو کاناډايي سرتيرو جسدونه خپل هيواد ته وليږدول شي چې، په کندهار کې وژل شوي دي.
دغو سرتيرو د تېري يکشنبې په ورځ هغه مهال خپل ژوند له لاسه ورکړ چې، د گزمې موټر يي دسړک غاړې له ښخ شوي ماين سره برابر شو.

وژل شوي سرتيري هريو هاني مونسي ٤١ کلن او اريک ليبي ٣١ کلن سړي دي.
د رسنيو له مخې د دغو سرتيرو جسدونه به د ځانگړو مراسمو په ترڅ کې کاناډا ته واستول شي.
دا دريمه کاناډايي ډله ده چې جسدونه يي تر وژل کيدو وروسته خپل هيواد ته استول کيږي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه