افغان مقامات وايي پرون د جمعې په ورځ يې په غزني ولايت کي لس طالبان وژلي دي.
پېښه پرون د ګيلان په ولسوالي کي هغه مهال رامنځته سوې چي د پوليسو او طالبانو ترمنځ جګړه وموښته.
د غزني امنيه قومندان خيال باز شيرزى وايي طالبانو د پوليسو پر يوه مرکز حمله وکړه، چي د پوليسو په متقابلو ډزو ١٠ تنه طالبان ووژل سول او پوليسو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.