په افغانستان کې راروان انتخابات، د امریکا د ځانګړي استازي روان سفر او د ملي شورا د رخصتیو پاې ته رسیدل د کابل چاپ د ورځپاڼو د بحث اساسي مطالب جوړوي.
په کابل کې زمونږ همکار حمید مهمند دا ورځپاڼې لوستي او پر مټ يې لاندنې مطلب چمتو کړې دې.
ویسا:
دې خپلواکې ورځپاڼې افغانستان ته د امریکا د ځانګړي استازي سفر ته په اشارې د هغه په حواله لیکلي دي، چې امریکا پدې هڅه کې ده، چې په افغانستان کې خپلې تیروتنې جبران کړي.
ورځپاڼې په دوام کې د ریچارډ هالبروګ دا وینا هم راخستې، چې دوی د همغږیو د ښّ کولو لپاره په ډیر منظم ډول سیمې ته راګرځي خو په ۲۰۰۲ میلادي کال کې دا ډول نه وه او دا تیروتنه زوروونکې وه.
پخپل لومړي مخ کې د امریکا د لوی درستیز په حواله په غټو ټکو سره لیکلي دي، چې اسامه بن لادنه او د طالبانو جګ پوړي قومندانان په پاکستان کې دي او په قبایلي سیمو کې ددغې دلې له منځه وړل د امریکا د اهدافو یوه برخه ده.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د طلوع ټلویزیون لخوا جوړې شوې مناظرې ته کتنه کړې او هغه يې د طلوع ټلویزیون ته د کمپاین کولو لپاره یوه ډرامه بللې ده.
هیواد:
دې دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د راروانو انتخاباتو لپاره کیدونکو تیاریو ته په اشارې لیکلي ديو چې دا یو ملي بهیر دې او باید ټول ولس پکې پراخه برخه واخلي.
ورځپاڼې په انتخاباتو کې د خلکو د ګډون په اړه په یو جلا مطلب کې لیکلي دي، که چیرې خلک غواړي، چې د هیواد ملي ګټې خوندي شي نو باید په انتخاباتو کې ګډون وکړي.
ورځپاڼې په افغانستان کې د کرنې او مالدارۍ مسایلو ته هم ګوته نیولې او لیکلي دي، چې په هیواد کې د کرنې د پراختیا لپاره باید پلان شوي او بنسټیز اقدامات وشي.
اراده:
دې خپلواکې ورځپاڼې بیا په یو مطلب کې د طلوع ټلویزیون په مناظره کې د نه ګډون لپاره د ولسمشر کرزي دلایل که څه هم تر یوه حده سم بللي خو د ولسمشر کرزي په ګډون د کاندیدانو ترمنځ د یوې ریښتینې مناظرې جوړول ضروري بللې دي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د امریکا د مرستیال ولسمشر وروستیو څرګندونو ته په اشارې، لیکلي دي، داسې ښکاري، چې امریکا او متحدین يې د افغانستان په جنګ کې د یو جدي بدلون راوستلو ته اړتیا لري څو له یوې خوا د خلکو باور بیرته ترلاسه شي او له بل لوري د ترورزم پر ضد ناکامه ستراتیژۍ د بري په لور وخوځیږي.
په ورځپاڼه کې په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره روانو هڅو ته هم کتنه شوې او دې هدف ته د رسیدو لپاره د یو ګډ توافق رامنځ ته کول ضروري بلل شویدي.
اصلاح او انیس:
دې دولتي ورځپاڼو هم په بیلابیلو مطالبو کې د افغانستان او سیمې وروستي حالات راخستي دي.
انیس پخپله سرمقاله کې د امریکا د مرستیال ولسمشر جو بایډن وروستیو څرګندونو ته په اشارې لیکلي دي، چې په افغانستان کې د جنګ له خوریدو نه باید مخنیوې وشي.
خو اصلاح بیا پخپله سرمقاله کې پدې ټینګار کړې دې، چې ازاده او عادلانه انتخابات یوازې په ښه امنیت کې ترسره کیداې شي.
راه نجات:
دې نا دولتي ورځپاڼې بیا د ملي شورا د رخصتیو پاې ته په اشارې د خپل لومړي مخ په یو مطلب کې لیکلي دي، چې وکیلان د خپل څو کلن غفلت د جبران لپاره یوازې یو کال وخت لري.
ورځپاڼې په همدې مخ کې په افغانستان کې د روان جنګ په اړه په امریکا کې د شوې نظر پوښتنې نتایج هم خپاره کړي او لیکلي دي، چې د امریکا خلک د افغانستان د جنګ مخالف دي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې په ماشومانو کیدونکو جنسي تیریو ته په اشارې په سختو الفاظو کې دا پوښتنه کړې، چې ولي پدې اړه له بې پروايي څخه کار اخستلې کیږي.
افغانستان ټامیز:
دې انګلسي ژبې خپلواکې ورځپاڼې بیا په هیواد کې د پوهنې روان بهیر ته کتنه کړې او هغه يې د هیواد د ودې او پرمختګ لپاره مهمه بللې ده.
ورځپاڼې د خپلې تبصرې په دوام کې لیکلي دي، چې افغانان باید پدې پوه شي، چې یوازې پوهه ددوی د کلتور او د اقتصاد ساتنه کولې شي.
ورځپاڼې خپل نننې کارټون د راروانو انتخاباتو په وړاندې شتو امنیتي ګواښونو ته ځانګړې کړې او پکې دا ښودل شوي، چې وسلوال د خلکو د راې اچونې مخنیوې کوي.