" /> " /> " /> " /> تازه خبر : د ايران يوه بله ملکي الوتکه راولوېدله  – لراوبر ویب پاڼه
کور / تازه خبرونه / تازه خبر : د ايران يوه بله ملکي الوتکه راولوېدله  video

تازه خبر : د ايران يوه بله ملکي الوتکه راولوېدله  video

د ايراني خبري سرچينو د يو تازه خبر له مخي نن د اېران پر سيميز
وخت ماځيګر ۶ بجې د مشهد په نړيوال هوايي ډګر کښي د يوې ملکي اېرانۍ
الوتکي د راغورځېدو له امله لږ تر لږه ۱۷ تنه وژل سوي او ۱۹ تنه نورو ته ژوبله
اوښتې ده .

د اېران د هواپيما شرکت دا ملکي الوتکه د اېران له مرکز تهران څخه
د مشهد پر لوري روانه وه چي د مشهد په نړيوال هوايي ډګر کښي د کښېنستو پر مهال اور
واخيست او د پيښي قرباني سول .

د پيښي د علت په اړه لا تر اوسه نور جزيات ندي ورکړل سوي؛ خو دا
په دې وروستيو کښي د اېران دوهمه ملکي الوتکه ده چي رالويږي .