کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / کرزی به په ټاکنو کې ماته وخوري

کرزی به په ټاکنو کې ماته وخوري

 

د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ تګلارې مشر، خاویر سولانا پرون کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې خبریالانو ته وویل: ”ما له داسې دریو کسانو سره وکتل چې یو به یې په راتلونکو ټاکنو کې د افغانستان ولسمشر شي.”

له یادو شویو دریو کسانو څخه د نوموړي موخه د ولسمشرۍ ټاکنو ته درې کاندیدان (ډاکټر اشرف غني احمدزی، میرویس یاسیني او ډاکټر عبدالله) وه. 

که پورتنیو څرګندونو ته په ځیر وکتل شي نو دې پایلې ته به ورسېږو چې نړیوالې ټولنې هم په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې مخکې له مخکې د ولسمشر کرزي ناکامي منلې، او په یو ډول له افغانانو څخه غواړي چې نور کرزي ته رایه ورنه کړي.

حامد کرزی چې د وروستیو اتو کلنو لپاره د افغانستان ولسمشر پاته شوی، دا مهال په ټاکنو کې د دوو سیالانو (ډاکټر اشرف غني احمدزي او ډاکټر عبدالله) له ننګونې (چلینج) سره مخ دی، او دا مهال حالات داسي شاهدي ورکوي چې د کرزي له دغو دوو سیالانو څخه به یو د خلکو د رایو په زور نوموړی د واک له ګدۍ څخه راغورځوي.

کرزي هغه مهال نور هم په ولس او نړیواله ټولنه کې خپل محبوبیت له لاسه ورکړ چې د خپلې راتلونکې دورې لپاره یې د خپل یوه بل داسې مرستیال، کریم خلیلي ترڅنګ چې د افغانستان په کورنۍ جګړه کې راښکېل و او د بشري حقونو د څار ادارې له خوا په وژنو او له بشري حقونو څخه په سرغړاوي تورن دی، یو بل ورته څوک، مارشال فهیم د خپل لومړي مرستیال په توګه وټاکی. مارشال فهیم په افغانستان کې د طالب رژیم تر نسکورېدو وروسته دفاع وزیر و، او له دې څخه وړاندې د شمالي ټلوالې چې له طالبانو سره ښکر په ښکر وه، یوه وتلې څېره وه.

یو شمېر کورني او بهرني کارپوهان حامد کرزی د خپل واک په دوره کې په ګڼو کمزوریو تورونوي او وايي چې هغه د افغانستان د پرمختګ او پیاوړتیا لپاره طلايي چانسونه له لاسه ورکړل. دغه کسان د نوموړي عمده کمزورۍ د هغه په اداره کې په پراخه کچه د اداري فساد شته والی، مجرمانو تو د بخښې کلتور لرل، په قاچاق او یو شمېر نورو ناقانونه کارونو کې د جګپوړو دولتي کارکونکو ککړتیا، د مسلکي پر ځای د ایتلافي ادارې جوړول او د ملت مشروع غوښتنو ته نه پاملرنه ګڼي.

دغو ټولو ټکو ته په پام سره دغه کسان افغان ملت ته دا مشوره ورکوي چې دا ځل تېرنه وځي او داسې چا ته رایه ورکړي چې د خپل واک په دوره کې د هغوی په ژوندانه کې محسوس پرمختګ راوړلای شي او د دوو اوږو پر برابر یې له بشري حقونو څخه سرغړونکي څېرې نه ترسترګو کېږي.