کور / تازه خبرونه / بروکسل د ايټالیا سره  ۵۰۰ میلیونه يورو مرسته کوي

بروکسل د ايټالیا سره  ۵۰۰ میلیونه يورو مرسته کوي

د بلجيم په مرکز بروکسل کښي اروپايي کمېټه په پام کښي لري چي د ايټالیا زلزله-ځپلي ښار لاقوایله د بیا جوړوني لپاره د ۴۹۳،۷ ميلیونه  یورو منظوري ورکړي څو زیانمن سوي کورونه او سړکان چي د اټکل له مخي به لس کال وخت ونيسي؛بيرته پرې ورغول سي او همدارنګه به بريښنايي او د اوبو وړ ضرورتونه هم پرې رفع کړل سي .

د ايټاليا د لاقوايلې  ښار د اپریل دمياشتي په ۶ مه نېټه زلزلې سخت وځپئ چي په ترڅ کښي يې ۳۰۰ تنه له منځه ولاړل او ۵۰ زره تنه پکښي بې کوره سول چي له دې جملې څخه لا تراوسه پوري هم ډېری خلګ په خېمو کښي اوسيږي .

دا مرسته پداسي وخت کښي ترسره کيږي چي د زلزلې په مخکنيو خپاره سويو راپورونو کښي د ابروزي (جنوبي مرکزي ايټاليا) و اقتصاد ته  د سخت تاوان د اوښتني پخلی سوئ وو .

 

د زلزلې انځورونه :