کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

په کابل کې خپریدونکو ورځپاڼو نن تر ډیره کابل ته د اروپايې ټولنې د بهرني سیاست د مشر په سفر، پرونیو ځان وژونکو حملو او د انتخاباتو د امنیت په اړه بیلابیل مطالب خپاره کړیدي.

په کابل کې زمونو همکار حمید مهمند دا ورځپاڼې لوستي او پر مټ يې لاندنې مطلب چمتو کړې دې.


ویسا:


دې خپلواکې ورځپاڼې په افغانستان کې د ناټو ستونزو ته په اشارې ددغه تړون د عمومي منشي په حواله لیکلي دي، ستونزې که هرڅومره زیاتې وي ناټو به له افغانستان څخه خپل ځواکونه و نه باسي.


ورځپاڼې په دوام کې د یاپ دې هوپ شیفر دا څرګندونې هم راخستي دي، چې ناټو باید بریالې شي او د ځواکونو ویستل به پدې معنې وي، چې افغانستان یو وار بیا د طالبانو لاس ته ورشي.


ورځپاڼې پخپل لومړي مخ کې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د یو رپورټ په استناد په غټو ټکو سره لیکلي دي، چې واشنګټن په افغانستان او پاکستان کې د سیکلورانو د یو نوي نسل په تولید سره غواړي خپل اهداف ترلاسه کړي.


ورځپاڼې د راروانو انتخاباتو په درشل کې په هیواد کې د ځان وژونکو حملو زیاتیدو ته په اشارې د انتخاباتو په ورځ د راې اچونې د مرکزونو د امنیت په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.


هیواد:


دې دولتي ورځپاڼې پخپل لومړي مخ کې له ولسمشر کرزي سره په لیدنه کې د اروپايې ټولنې د بهرني سیاست د مشر په حواله لیکلي دي، چې دغه ټولنه د سولې او ثبات لپاره د افغان مشرتابه د هڅو ملاتړ کوي.


ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په ګردیز او ننګرهار کې پرونیو ځان وژونکو حملو ته په اشارې د انتخاباتو په درشل کې د ښارونو امنیت ته د زیاتې پاملرنې غوښتنه کړې ده.


ورځپاڼې د خپلې تبصرې په دوام لیکلي دي، چې پرونیو حملو یو ځلې بیا دا په ډاګه کړه، چې تر هغو ، چې د ترورستانو د تمویل او روزنې اصلي مرکزونو ته پام وانړولې شي ددوی په وړاندې مبارزه نشي بریالۍ کیدلې.


افغانستان ټایمز:


دې انګلسي ژبې خپلواکې ورځپاڼې له افغان لسمشر سره د اورپايې ټولنې د بهرني سیاست د مشر لیدنې ته په اشارې لیکلي دي، چې خاویر سولانا ولسمشر کرزي ته د اروپايې ټولنې د دوامداره ملاتړ ډاډ ورکړ.


ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې بیا له وسلوالو مخالفینو سره د سولې د خبرو مسئله راخستې او لیکلي دي، چې له دې خبرو نه دې باید د ماتې خوړولو تعبیر وانخستلې شي.


ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د افغانستان په روانو حالاتو کې د ګاونډیو هیوادونو رول څیړلې او د هغوی ژمنو ته يې په اشارې دا پوښتنه کړې، چې ایا دوی پخپلو ژمنو کې رښتینې دي.


ملي ارمان:


دې نا دولتي ورځپاڼې بیا پخپله سرمقاله کې د افغانستان په شمالي ولایتونون کې د طالبانو نفوس او فعالیتونو ته کتنه کړې او لیکلي دي، چې بغلان او کندز باید طالبانو ته پری نښودلې شي.


دې ورځپاڼې هم کابل ته د اروپايې ټولنې د بهرني سیاست د مشر سفر ته کتنه کړې او لیکلي دي، چې ده په کابل کې له افغان مشرانو سربیره له ځینو کاندیدانو سره هم لیدلي دي.


ورځپاڼې په یو جلا څیړنیز مطلب کې د انتخاباتي کمپاینونو په مهال د کاندیدانو ترمنځ د ائیتلافونو د جوړولو په مسئلې تبصره کړې او لیکلي دي، چې بالاخیره دا ائیتلافونه کوم ځاې ته رسیدلې دې.


اصلاح او انیس:


دې دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې روان حالات څیړلي او بیلابیل مطلب يې پرې خپاره کړیدي.


انیس هم پخپله سرمقاله کې په پرونیو حملو تبصره کړې او لیکلي دي، چې کابل ته د اروپايې ټولنې د بهرني سیاست د سفر په مهال دداسې حملو په ترسره کولو سره طالبانو غوښتل اروپايې ټولنې ته خپل پیغام ورسوي.


خو اصلاح بیا لیکلي دي، چې په هره وسیله ، چې ممکنه وي باید د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې مخه ونیلې شي.


راه نجات:


دې نا دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د برطانوي ځواکونو فعالیتونه څیړلي او هغوی يې د طالبانو د پیاوړې کولو په هڅو تورن کړیدي.


ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د انتخاباتي شکایتونو د اوریدو د کمسیون په حواله لیکلي دي، چې د جرمي ثابقو د درلودلو له امله د جمهوري ریاست یو او د ولایتي شوراګانو دوه کاندیدان څارنوالۍ ته ورپیژندل شویدي.


ورځپاڼې په افغانستان کې د ماشومانو او په تیره بیا د هغو ماشومانو روان حالت ته هم کتنه کړې، چې په واټونو کار کوي او لیکلي دي، چې دا هغه ګلونه دي، چې واټونه يې رجوي.