د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د سیوری لاندی د برتانیی په پلازمینه لندن کې د لرو او برو افغانانو یوه پرتمینه غونډه د پښتونخوا میپ د برتانیی د مشر فلک نیاز خان یوسفزﺉ په مشرﺉ کې وشوه . د لر او بر افغان په سلګونو پوهانو، د سیاسي ګوندونو او فرهنګي ټولنو مشرانو او غړو غونډی ته ښکلا او درناوی وبخښلو. فایق خان یوسفزﺉ د کوربه دنده تر سره کړه.
غونډی ته د پښتونخوا ملي عوامي ګوند شمالي پښتونخوا مشرمختار خان یوسفزي د ټیلیفون د لاری وینا وکړه او په لر او بر افغان وطن کې د روانی غمیزی لامل یې د پنجاب له خوا په کابل د اسلام آباد د بیرغ درولو هڅې وګرزولی. او هغه ټولی هڅې یی وغندلی چې د پاکستان استخبارات او د هغوي لاس پوسي مذهبی ګوندونه یی د ګران او تاریخي افغانستان پر ضد د تیرو دیرشو کلونو راهیسې کوي. پښتونخوا ملي عوامي ګوند دیرش کاله د مخه دا خبره کوله چې د افغانستان جګړه نه د دین جګړه ده نه د روس او امریکې جګړه ده بلکه دا د پنجاب له خوا په کابل د باچاهی جوړولو هڅه ده او که چیرې دا د روس او امریکې جګړه وه نو دا بیا د روس د افغانستان څخه د وتلو وروستو ولې پاﺉ ته ونه رسیدله که دا د دین جګړه وه نو چې کله صبغت الله مجددي اولسمشر شو نو دا جګړه ولی ونه دریدله؟
مختار خان په لرو او برو افغانانو غږ وکړ چې دوست او دښمن وپیژني او د دوستی او دښمنی ګز د افغان وطن د ګټو او ساتنی سره جوړ کړي. درست پښتون له کندهاره تر اټکه
سره یو د ننګ په کار پټ او اښکار
مختار خان یوسفزﺉ ګډونوالو ته خبرداری ورکړو چې نن د سوات نه تر وزیرستانه پوری په محکوم افغان وطن کې د وینو سیلابونه روان دي او د نړۍ ټول ترهګر که عرب دی او که عجم غواړي چې د باجوړ نه تر وزیرستانه پوری پښتنه سیمه په تنور بدله کړی.مختار خان د ګډونوالو نه پښتنه وکړه چې تاسو په داسی حال کې ولی غلي ناست یی چې د پاکستان میډیا، د پاکستان جرنیلان، د پاکستان ملایان او دپاکستان وزیران نړﺉ ته دروغ وایی چې پښتون ترهګر دی او خلک حلالوي ؟؟؟ پښتونخوا ملي عوامي ګوند د بنو او سوات د قومي جرګو په مرسته هیچاته دا اجازه نه ورکوي چې د پښتنو وطن د پښتنو په وینو ولمبوي. پښتونخوا میپ او د ګوند ګران مشر د لر او بر افغان د دفاع د پاره هرې سرښندنی ته تیار دی او په وطن کې او د وطن څخه بهر ټولو افغانانو ته خواست کوي چې خپل صفونه برابر کړي ، لاسونه سره یو کړي او د وطن ساتنه تر ټولو مهمه ذمه واري وګرزوي. مختار خان دګوندد برتانیی څانګې ملګرو ته شاباش وویلو چې د وطن نه په زرګونو میله لری هم د وطن ستونزې په نظر کې ساتي او د وطن ځوانان د اروپا په مصروفه ژوند کې د وطن د ساتنی د پاره وخت ورکوي. هغه په نورو هیوادونو کې میشتو پښتنو باندی غږ وکړ چې د لر او بر ګډې جرګې راوبلي او نړﺉ ته دا په ډاګه کړي چې پښتون په تاریخ کې هیچری نه ترهګر اوسیدلی دی او نه فرقه پرست پاتی شوی دی.
د پښتونخوا میپ د برتانیې مشر فلک نیاز خان یوسفزي په خپله وینا کې ګډونوالو ته خواست وکړ چې په موجوده وخت کې د لر او بر وطن د هر بچی دا ذمه واري جوړیږي چې د ملت ساتنی د پاره یو بل ته لاس ورکړي او لر او بر افغان د روان جنګریز نه وباسي. هغه تور ولګولو چې پاکستاني استخبارات او د هغوي پلویانو مذهبي ګوندونو دا پریکړه کړی ده چې د پښتنو سیمه د ناټو او امریکې په ضد هم په نفري توګه او هم په جغرافیایی توګه وکاروي. د پاکستان استخبارات فکر کوي چې دوي کولی شي چې امریکه د باجوړ نه تر وزیرستانه پوری په جنګ کې ښکیل کړي او دغه شان یو اړخ ته پښتون خاوره برباده کړي او بل اړخ ته د ډالرو نه جیبونه ډک کړي. فلک نیاز خان په ډاګه کړه چې پښتون په پاکستان کې د مریی په څیر ساتلی شوی دی، پښتون د یو قوم په حیث د پاکستان په داخلی او خارجې تګلاره کې هیڅ ونډه نه لری. د نااتفاقی له کبله پښتانه په پاکستان کې د څلورمی درجې نه هم کمتر ژوند کوي .نن ټول پښتون قام په یو مزدور او مسافر قوم بدل شوی دی د پښتونخوا میپ کارکنان او مشران په هغه پاکستان کې یو دقیقه اوسیدلو ته نه دی تیار کوم پاکستان چې د چتراله تر بولانه د پښتنو ملی وحدت ته نه وی تیار، مونږه هغه پاکستان د یوی دقیقی لپاره منلو ته نه یو تیار کوم پاکستان چې زمونږه د ګران وطن افغانستان د استقلال، خاوری تمامیت او خپلواکې پر ضد د تیرو دیرشو کلونو راهیسی دسیسې جوړوي.
د پښتونخوا میپ د مرکزي کمیټی غړي او د ګوند د برتانیی څانګی سنیر مرستیال مشر اشرف هوتي د لر او بر دغه جرګه د راتلونکي روښانه صباون وړومبی څیره وګڼله او د پښتونخوا ملی عوامی ګوند له خوا یی ګډونوالو ته باور ورکړ چې تر څو د ګوند یو کارکوونکې هم ژوندی وي د پښتون او افغان وطن دښمنان به ترینه په ارام نه شي. پښتونخوامیپ په لر او بر وطن کې د شعور په بنسټ د ملي سیاست د روزنی او پرمختګ دنده خپله ذمه واري بولي. تر څو چې تاریخي افغانستان وجود لري تر هغې به پښتانه وجود لري. نو باید هر پښتون افغان د وطن د ساتنی لپاره ملا وتړي او هم ځان په سیاست پوهه کړي او هم خپل عزیزان په دی پوهه کړي.چې سیاسي ګوند د وطن ساتني او ملي ګټو په لاره کې د بنسټ حیثیت لري.
هغه خلک چې پښتانه بچیان د سیاست نه منع کوي په حقیقت کې د دښمن پلویان دي او نه غواړي چې پښتانه سیال شي. اشرف خان وویل چې پاکستان باید د ترهګری کارخانی سمدلاسه وتړي او په پښتون وطن کې د چاوڼو او مورچو په ځاﺉ پوهنتونونه او روغتونونه جوړ کړي. . اشرف خان زیاته کړه چې مونږه هر هغه افغان سره یو څوک چې د ګران او تاریخي افغانستان استقلال ساتي . او چې وطن بربادوی او پلوری هغه که پښتون وی او که بل څوک پښتونخوا میپ یی د افغانانو دښمن بولي.
ولی افغان مندوخیل په خپله وینا کې د ګډونوالو نه پوښتنه وکړه چې آیا هغه اسلامي ورورولي چیرته وه چې د پنجاب او سنده په پوله په زرګونو پښتانه د کربله پشانتی ګرمي کې ولاړ وو؟؟ آیا پښتانه پاکستانیان نه وو؟؟ او مونږه بس دی له پاکستانیان یو چې پنجاب او کراچۍ زمونږه بریښنا ولوټي؟ آیا مونږه دی لپاره پاکستانیان او مسلمانان یو چې پنجاب زمونږه اباسین ولوټي ؟ مونږه یو برابر قوم یو او مونږه دا خبره په ډاګه کوو چې مونږه د ټګې ټورﺉ مسلماني او پاکستان نه منو. مونږه نن غوښتنه کوو چې په پاکستان کې دی د پښتنو سیمی چې د چتراله تر بولانه پوری یو لک پنځوس زره مربع میله خاوره ده دا دی په یوه خپلواکه صوبه پښتونخوا ، پښتونستان یا افغانیه کې راغونډه کړل شي او که پښتون اولس ملاتړ راسره وکړ نو بیا که څوک خوشاله وی او که خپه وی دا به مونږه په هره چاره او هره لاره جوړه وو. ولي افغان په خپله وینا کې وویل چې د کراچۍ په جوړولو کې د پښتنو وینې شاملی دی او پښتانه هیڅوک د کراچۍ څخه نه شی شړلی.
د آزاد وطن د ملی ګوند دبرتانیی څانګی مسول او د ملي ګوند د اروپا شورا ویاند نور وهاب څپاند په خپله وینا کې د پښتونخوا میپ ټولو کارکنانو ته په عمومي او مشرتابه ته په خصوصي توګه مبارکې ورکړه چې د ملی یو والي بهیر په مخ بوځي او د لر او بر د یووالي فکر په هر څه بالا ګڼي. څپاند صیب د مامودخان اڅکزۍ ، عبدالرحیم مندوخیل او شیرعلی باچا د هغه کړاونو ستاینه وکړه د کومو په نتیجه کې چې نن په برتانیا کې د لر او بر ځوانان څنګ په څنګ د وطن د ساتنی او ملي مبارزی تابیا کوي. هغوي په دی خبره زور واچولو چې د لر او بر د سیاسي ګوندونو سره یو وبل ته نزدیکت او په ګډه مبارزه ډیره مهمه ده او د پیاوړي کیدو باور لري. مونږه د لر او بر افغان وطن د ساتنی او پرمختګ د پاره هره رنګه ملګرتیا ته چمتو یو او تاسو ته ډاډ درکوو چې ملي ګوند به د پښتونخوا میپ سره اوږه په اوږه ولاړ وي.
د پښتونخوامیپ د برتانیی د کمیټی غړي نورالله اتل په خپله وینا کې په افغانانو زور واچولو چې د نورو ژبو نه علمی پنګې او سیاسی فکرونه پښتو ژبی ته وژباړي او د پښتو پنګه درنه کړي. نورالله خان په افغانستان کې په روان پرمختګ رڼا واچوله او غوښتنه یی وکړه چې باید ټول افغانان د روانو پروسو د سرته رسولولپاره، او د ملی ادارو د جوړولو د پاره خپله پوهه او عمل په کار واچوي. او د هغه داړه مارانو او تنګ نظرو نه وطن خوندي وساتي څوک چې د مذهب تر قبا لاندی وروستوالی او بربادی راوړي. باید لر او بر افغانان خپلې غوښتنې په ډاګه کړي او خپل هدفونه او د هغې د ترلاسه کولو لاری څرګندې کړي. هدف ټاکل، هغې ته د رسیدو لاره ټاکل او وسایل پیدا کول د بریالیتوب زیری دی.
نامتو لیکوال او پوهاند ډاکټر ببري ګل وزیر په خپله وینا کې وویل چې مامود خان اڅکزۍ څرګند هدفونه لری او څرګنده لاره لري. مونږه د هغه په مشرﺉ ویاړو. مونږه باید د پښتو ژبی او کلتور د خصمانی او پرمختګ لپاره هڅې وکړو.
په غونډه کې د افغانانو د پښتنودرنو ټبرونو ځوانانو کمال خان ځدران، فاروق خان، فوادخان یوسفزﺉ، محمد اسحاق اڅکزﺉ، رازمحمد، احسان الله، خیال ګل ، عمر محمد او طارق خان صافي په پښتونخوا ملی عوامي ګوند کې د شاملیدو اعلانونه وکړل او د ګران مامود خان اڅکزﺉ په مشرﺉ یی ټینګ باور او د ګوند د تګلاری سره یی کلکه ملګرتیا اعلان کړه.
د جرګی په پایه کې لاندینې پریکړه لیک ټولو ګډونوالو په یو آواز منظور کړلو.
۱. د پښتون افغان خاوره باندی د ترهګرۍ ، بنیادګرۍ او فرقه پرستۍ اډی او عملیات دی سمدلاسه ودرول شي.
۲. په سوات، دیر، بونیر، باجوړ، کرمه، وزیرستان، خیبر، بنو، ډیره اسماعیل خان او نورو سیمو کې دی د اورپکو په ضد ریښتینې، چټک او مشخص عملیات وکړل شي.
۳. په ګران او تاریخي افغانستان کې د پنجابي استعمارګرانو ، او نورو ارتجاعي قوتونو لاس وهنه بنده کړل شي.
۴. د پښتون افغان وطن څخه دی د القاعدی په شمول ټول ترهګر سازمانونه سمدلاسه وویستل شي.
۵. په کراچۍ او د پاکستان په نورو ښارونو کې دی پښتنو ته د سر او مال د ساتنی ضمانت ورکړل شي او د فاشسټ ،ترهګر تنظیم متحده قومي مومنټ خلاف د ۱۲ مﺉ ۲۰۰۷ کال کې د بیګناه پښتنو د قتل عام مقدمه درج کړل شي.
۶. په میلنونوهغه پښتانه چې په خپل وطن کې بیکوره شوي دي هغوي دی په درناوي سره په ځاﺉ کړل شي او تاوانونه دی ورته ورکړل شي.
۷. د چتراله تربولانه د اټک او میانوالي په ګډون د پښتونخوا، پښتونستان، یا افغانیه په نوم یوه خپلواکه صوبه د پښتنو انساني، قراني او قانوني حق دی دا دی په فوري توګه تسلیم کړل شي.
۸. د قبایلي سیمو/مینځنی پښتونخوا اوسنۍ خپلواکه حیثیت دی بحال وساتلی شي او قبایلی ورورڼو خویندو ته دی د بالغو رایو ورکولو په بنیاد د جوړو شوو خپلواکه سیاسي ادارو د واک په مټ د ټولنیزه بدلون حق ورکړل شي.
۹. د پاکستان په بهرنی او دننی تګلاره کې دی پښتون اولس ته برابر ونډه ورکړل شي.
۱۰. دا جرګه په آزاد افغانستان کې د پرمختګ د روانی سیاسي او بیا رغوڼی د روانی پروسی کلک ملاتړ کوي.
قاسم خان او سپین تڼې د وطن په ترانه ویلود ګډونوالو نه ډیر داد واخیستلو.
په پایی کې جرګه د ارواښاد شیرعلی باچا په نوم ډالی کړل شوه او د هغه په دعا پایی ته ورسیدله. فایق خان یوسفزي دعا ولوستله او ګډونوالو پری آمین وویلو.
ای طاقته ای قدرته
ای قادر په هر صورته
ای رحمانه ای رحیمه
ای جباره ای کریمه
د چترال نه تر بولانه
له مشهده تر واخانه
روهیله افغان ګله که
یو یی خله یو یی جرګه که
هر افغان ورسره یار که
دوی د خپل وطن مختار که
جګه جګه یی شمله که
زوړ غرور یی رابیدار که
ولولی ور حواله که
چې اغیار باندی یلغار که
ننګیالي ورسره مله که
احمدشاه ورله سردار که
پښتو ژبه هر رنګه که
یویو ټکې یی شاندار که
په هر رنګ یی کامله که
علم وفن یی په شا بار که
د باچا بیت کشماله که
قصیده د خپل دیار که
ای طاقته ای قدرته
ای قادر په هر صورته
ای رحمانه ای رحیمه
ای جباره ای کریمه
لږ زمونږ په حق بدل شه
د مظلومو سره مل شه
غواړو ستا له برکته
ښه ژوندون ډک له عزته
که شو خلاص له غلیمانو
مونږ به سیال شود سیالانو
فایق خان یوسفزﺉ لندن
د غوندي عکسونه :