خدايزده له چانه انتقام اخلمه
د زړه ازاد مرغۀ ته دام اخلمه
لارې زما له پښو نه ځان ځاروي
زه چې پرې ستا پر لوري گام اخلمه
ستا د ښکلا د نذرانې په نامه
اوس دې بلا د واړه قام اخلمه
سپيڅلې سترگې رانه مه اړوه
ترينه د خپل پايښت الهام اخلمه
دا مې د ټولې زندگۍ پانگه ده
د سر په سترگو دې الزام اخلمه
زړگى دې مات شه بت پرسته دې کړم
د کاڼې نوم په احترام اخلمه
زه خو رسوا يمه چې ته رسوا شې
د لارې مينځ کې دې سلام اخلمه
000000000
ته زما د زړه درزا د سترگو اوښکه
ارزښتمن راته د خپلې سا په څير يې
لالهاند زړه مې احساس د کرارۍ کړي
د قبولې سسحرنۍ دعا په څير يې
تلوسه مې د ژوندون ايله پوره شوه
چې زما د ليونۍ سودا په څير يې
نوې شان نوې بانه نوې ادا کړې
دروغجنه د وړې رښتيا په څير يې
مخاطبه دې يم زه گورې هوا ته
ښايسته دې دهمدې ادا په څير يې