کور / تازه خبرونه / پکتيا او ننګرهار: ډله ايز ځانمرګې بريدونه وسول

پکتيا او ننګرهار: ډله ايز ځانمرګې بريدونه وسول


د سې شنبې په ورځ په پکتيا ولايت کي پر دولتي ودانيو او په جلال آباد هوايي ډګر کي د امريکا پر يوه پوځي اډه باندي ډله ايز ځانمرګي بريدونه سوي دي.


د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د دغو حملو مسئوليت پر غاړه اخيستئ او وايي ١٥ طالبان چي په وسلو او ځانمرګو صدريو سمبال وو په دې حملو کي برخه اخيستې ده.


د پکتيا چارواکي وايي د طالبانو په حملو کي چي پر ولايت مقام، څارنوالي او ملي امنيت ادارو باندي وسوې شپږ پوليس وژل سوي او څلور يې ټپيان کړي دي.


د پکتيا چارواکي وايي اتو تنو وسله والو طالبانو په دغو بريدونو کي برخه اخيستې وه، چي اوس له منځه تللي دي.


د پکتيا د والي وياند روح الله سمون وايي درو طالبانو د ملي امنيت پر رياست حمله وکړه چي يوه يې د خپل سر په بدل کي د ملي امنيت درې پوليس ووژل، خو دوه نور تر ځان چاودنو دمخه د پوليسو له خوا ووژل سول.


بلي خواته د جلال آباد امنيه قومندان ايوب سالنګى وايي د دوى له خوا پر موټرسايکل ناست دوه شکمن کسان تعقيبېدل، کله چي يوه پوليس د درېدو ورته وويل، هغوى پوليس وواژه او پر موټرسايکل ناست کسان د نورو پوليسو په جوابي ډزو کي ووژل سول.


همدا راز يوې بلي ډلي د جلال اباد پر هوايي ډګر راکټي حمله کړې چي هغوى هم د سالنګي په وينا د پوليسو په متقابلو ډزو کي وژل سوي دي.