په کندهار کي د فټبال د ولايتي ټورنمنټ په ترڅ کي پرون د دوشنبې په ورځ د زابل او کندهار خراسان لوبډلو ترمنځ يوه په زړه پوري لوبه وسوه.
د کندهار د فټبال فدارسيون رئيس محمدنبي نيازى وايي پرونۍ لوبه پنځه د درو په مقابل کي د کندهار د خراسان لوبډلي په ګټه پاى ته ورسېده.
د ښاغلي نيازي په وينا نن سې شنبه د جولاى ٢١ -مه به د فراه او نيمروز ولايتونو ترمنځ سيالي ترسره سي.
په کندهار کي له نيژدې يوې اونۍ راهيسي، د زابل، هلمند، کندهار، فراه، چمن او نيمروز ولايتونو ترمنځ د فټبال په زړه پوري سيالۍ رواني دي.