دخوست ولايت د يعقوبيو ولسوالۍ دناکام کلي په سيمه کې ديوې ښوونځی دوادنۍ دبنسټ ډبره کيښودل شوه .
د صبريو ولسوال لطف الله بابکرخېل وايي چې د غه وداني د ولايتي بيارغونې ډلې لخوا د يو لک لس زره امريکايي ډالرو په لګښت جوړيږي ، چې څوارلس خونې به ولري او کاربه يې په روانو دريو مياشتو کې بشپړ شي .
ولسوال زياته کړه ، په ياد ښوونځي کې به تر اتو سوو زيات زده کوونکي چې مخکې يې د زده کړو د پاره کوم خوندي ځای نه درلود ، خپلې زده کړې سرته رسوي .
ديادشوی ښوونځی کار په داسې حال کې پيليږي چې څو ورځې وړاندې نامالومو وسلوالو کسانو په خوست کې د يو ښوونځي څو خونې په بمونو الوزولي وې