کور / تازه خبرونه / د کليو او پراختيا وزارت  ۱۷ د ټولګټو پروژې چمتو شولې

د کليو او پراختيا وزارت  ۱۷ د ټولګټو پروژې چمتو شولې

د کليو د بيا رغونى ا و پراختيا وزا رت د ملى پيوستون پروګرام ١٧ پروژى پدى ورستيو کى د تخار په ولايت کښي ګټي اخيستني ته چمتو شولې .

د دى ولايت د ملى پيوستون پروگرام د مسوولينو د وينا له مخى پد ى پروژو کى د د(٣١٠٠) مترو په اوږدوالي د سرک ترميم او شګي اچول، ٢٠ پل گوټي ، د اوبو د برښناد يوي وړي شبکي جوړول ، د٦٢٠مترو په اوږدوالي د يوه استنادي ديوال جوړول ، د١٧٠ مترو په اوږدوالي دکانال پاکول ، دڅلورو تشبانونو جوړول، د څښاک داوبو د٣څاگانو کيندنهاو په هغو باندي دلاسي بمبو نصبول ، ١٦٤٩ مترو په اوږدوالي د اوبو رسولو دشبکي غځول، او د ښځو لپاره د خياطي د کورسونو دايريدل شا مل دئ  .

يادى شوى پروژى د تخار ولايت د درقد،خواجه بهاوالدين ، فرخار، کلفګان ، بنګي ،بهارک ،ورسج ،چاه آب ينګي قلعه په ولسواليو کي د١٦٧٣٩٠٠٠ افغانيو په لگښت د ملى پيوستون پروګرام له بودجى او په سلو کى لس دکليوالو د ونډى په شمول بشپړى ا و له هغه نه څه د پا سه ٢٦٩٠ کورنى ترينه گټه اخلي .