کور / تازه خبرونه / ورځپانو ته کتنه

ورځپانو ته کتنه

په افغانستان کې راروان انتخابات، امنیت او د امریکا ددفاع د وزیر وروستۍ څرګندونې هغه مسایل دي، چې نن هم د کابل ورځپاڼو پرې بیلابیل مطالب خپاره کړیدي.


زمونږ همکار حمید مهمند د کابل ورځپاڼو ته کتنه کړې او د هغې پر مټ يې لاندنې مطلب چمتو کړې دې.



ویسا:



دې خپلواکې ورځپانې د افغانستان د روانو حالاتو په اړه د پاکستان د پخواني ولسمشر څرګندونې راخستي، چې ویلي په افغانستان کې باید سیاسي خبرې پیل شي.



ورځپاڼې د موضوع په دوام د جنرال مشرف په حواله لیکلي دي، چې اوس هم زیات تمرکز په پوځي ستراتیژۍ دې حال دا ، چې دده په وینا د اوږد مهالې ستراتیژۍ لپاره هم باید کار وشي.



ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې بیا په افغانستان کې له وسلوالو مخالفینو سره جوړ جاړې یوه اړتیا ده، چې نن يې ټول احساسوي.



ورځپاڼې د بګرام په زندان کې شتو ستونرو ته په اشارې پخپل لومړي مخ کې په غټو ټکو سره لیکلي دي، چې امریکا غواړي ددغه زندان په شرایطو بیا کتنه وکړي.



هیواد:



دې دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت لپاره په روانو هڅو تبصره کړې خو لیکلي دي، چې د امنیت بسیا کول یوازې پوځي اړخ نلري.



ورځپاڼې د خپلې تبصرې په دوام دا سپارښتنه هم کړې، چې نړیواله ټولنه دې د پوځي او ملکي چارو ترمنځ انډول رامنځته کړي.



ورځپاڼې په یو جلا څیړنیز مطلب کې د ولسمشر کرزي په حواله لیکلي دي، چې افغانان پخپل هیواد کې د نړیوالې ټولنې پاتی کیدل غواړي خو د شتون شرایط يې باید نوي شي.



ورځپاڼې په افغانستان کې په روان جنګ کې د امریکایانو د ستړتیا په اړه د امریکا د دفاع د وزیر په وروستیو څرګندونو تبصره کړې او لیکلي دي، چې ایا د ترورزم په خلاف جنګ ستړتیا لري؟



هشت صبح:



دې نا دولتي ورځپاڼې هم د بګرام د زندان د وضعې څیړلو ته اشاره کړې او د ځینو امریکايي چارواکو په حواله يې لیکلي دي، چې دوی له دې بابته اندیښمن دي، چې په افغانستان کې د زندانونو روانه وضع او عدلي سیسټم د طالبانو د پیاوړې کیدو سبب ګرځي.



په ورځپاڼه کې یو ځلې بیا د جمهوري ریاست د کاندیدانو د مالي منابعو په اړه پورته شویو اندیښنو ته کتنه شوې او پدې ترڅ کې په کابل کې د یوناما د چارواکو په حواله لیکل شوي، د کاندیدانو د مالي منابعو نه روښانتیا د خلکو د بې باوړرۍ اسباب برابروي.



ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې دا خبر ورکړې، چې تاجکستان له افغانستان سره خپله ځمکنۍ پوله تړلې ده او ددې کار یو اساسي علت په افغانستان کې د حزب تحریر د دوو غړو پناه اخستل ښودل کیږي.



افغانسټان ټایمز:



دې انګلسي ژبې خپلواکې ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د کابل ښار د پراختیا لپاره په روانو هڅو تبصره کړې او هغه يې یو ضروري اقدام بللې دې.



ورځپاڼې د خپلې تبصرې په دوام لیکلي ديو چې دا هرڅه باید د نړیوالو معیارونو سره سم ترسره شي.



ورځپاڼې پخپل ننني کارټون کې په افغانستان کې د جمهوري ریاست څوکۍ ته د کاندیدانو په شمیر کې د زیاتوالي ستونزه انځور کړې او پکې دا ښودل شوې، چې د یوې څوکۍ لپاره یو څلویښت کاندیدان منډې تړلې وهي.



اصلاح او انیس:



دې دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې روان حالات څیړلي او بیلابیل مطالب يې پرې خپاره کړیدي.



انیس پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د وسلوالو مخالفینو د تمویل او پدې ترڅ کې د بحران د پراخیدو په لاملونو تبصره کړې.



خو اصلاح بیا پخپله سرمقاله کې په نشه يې توکو د روږدي کیدو په خلاف مبارزې ته کتنه کړې او لیکلي دي، چې دا مبارزه جدي تدابیرو ته اړتیا لري.



ملي ارمان:



دې نا دولتي ورځپاڼې پخپل لومړي مخ کې دا خبر ورکړې، چې ناټو د افغانستان د فضا د کنټرول اجازه ترلاسه نکړاې شوه د ورځپاڼې په وینا دا ځکه، چې ترکمنستان او اذربایجان د اواکس الوتکو ته د الوتنې اجازه ورنکړه.



دې ورځپاڼې بیا د افغانستان د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو په وړاندې د شتو ستونزو په اړه په یو مطلب کې د یوناما په حواله لیکليدي، چې امنیت لا هم د انتخاباتو په وړاندې یو ستر ګواښ دې.