افغانستان او پاکستان ته د امريکا ځانګړى استازى ريچارډ هولبروک د پاکستان په سفر له واشنګټن څخه روان سو.
تمه ده نوموړى به له پاکستاني مشرانو سره تر خبرو وروسته له افغانستان څخه هم ليدنه وکړي او په کابل کي به د جمهوري رياست له ځينو کانديدانو سره وګوري.
ريچارډ هولبروک پر داسي مهال سيمي ته سفر کوي، چي د امريکا د بهرنيو چارو وزيره نن دريمه ده له ګاونډي هيواد هندوستان څخه په ليدنه بوخته ده او ښايي تر هندوستان وروسته پاکستان او افغانستان ته هم سفر وکړي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه