په فراه ولايت کي د يوې چاودني له کبله ١١ تنه ووژل سول.
پېښه د يکشنبې په ماځيګر هغه مهال رامنځته سوې ده، چي د ملکي کسانو يو ميني بس موټر پر له مخکي ښخ سوي ماين برابر سو.
لومړني خبرونه وايي ياد سوئ موټر د فراه ولايت له ګلستان ولسوالي څخه دلارام ته په لاره کي پر ماين ختلئ چي يوه ښځه او ماشوم پکښي ټپيان سوي او ١١ تنه وژل سوي دي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه