د ملي پيوستون او كليو پراختيا د پروژو د كيفيت له خرابوالي څخه خلك ناخوښ دي، دوى وايي چې پروژې له قرارداد سره سمې نه جوړېږي او وروسته له جوړېدو څخه ډېر ژر خرابېږي او ويجاړېږي.
د بغلان په ولايت كې له ۱۳۸۲ كال څخه وروسته په ټوليز ډول ۱۸۰۰ بېلابېلې ټولګټې پروژې د ملي پيوستون، او يا هم د نورو همكارو موسسو لكه، پاملرنه، د آغاخان كمپنۍ، جي آر اېس پي او نورو موسسو لخوا جوړې شوې دي. خو نوموړې پروژې په هغه ډول نه دي جوړې شوې چې قرارداد يې شوى دى. د دې ولايت يو تن اقتصادي كارپوه سيد كبير باختر آژانس ته وويل، چې نوموړې پروژې نه شي كولاى چې د ډېر وخت لپاره كار وركړي. نوموړى زياتوي: ((كليو پراختيا او ملي پيوستون چې كومې پروژې پلي كړې لكه، په سرك باندې د جغل اچول، د برېښنا لپاره د جنراتورونو نصبول او داسې نورې پروژې، وروسته له افتتاح څخه د ډېر لنډ وخت لپاره كار وركوي ان تر دې چې د يوې مياشتې په تېرېدو سره له منځه ځي.)) نوموړى د دې پروژو د كيفيت د خرابوالي لوى لامل په موسساتو كې د اداري فساد شتون بولي. نوموړى زياتوي، چې د پروژو لپاره له منظورو شوو پيسو څخه شپېته په سلو كې هم نه لګول كېږي.
د پلخمري د ګاو سوارانو يو تن اوسېدونكى طلا محمد هم د نوموړو پروژو له پلي كولو څخه ناخوښ ښكاري. نوموړى زياتوي: ((نوموړې پروژې ډېرې ژر له منځه ځي، موږ فكر كوو چې دوى دا پروژې د يوه لنډ مهاله وخت لپاره جوړوي.))
په كونړ ولايت كې هم ځينې كسان د ملي پيوستون د پروژو له تطبيق څخه ناخوښ دي. په نوموړي ولايت كې د باختر آژانس ځايي خبريال وايي، چې د خلكو شكايت دا دى چې جنراتورونه يې ژر ژر خرابېږي، او ډېرى استنادي دېوالونه چې د سېند په غاړو جوړ شوي د خراب كيفيت له امله نړېدلي دي. نوموړى زياتوي: ((له نورو پروژو لكه، د څاګانو كيندل، د پولچكونو رغول، كوڅې پخول او نورو څخه خلك خوښ دي.))
د نوموړي ولايت د كليو پراختيا رييس بيا د خلكو شكايتونه نه مني، نوموړى وايي، چې د ملي پيوستون پروژې په خپله د خلكو لخوا پر مخ بېول كېږي، كه چېرې دوى خپله له خپل كور او كلي سره صداقت او اخلاص ولري، نو هېڅ پروژه به بې كيفيته جوړه نه شي. نوموړى زياتوي: ((ملي پيوستون د خلكو لپاره د خلكو په واسطه كار كوي، موږ چې كوم جنراتورونه لګولي، خلك له دې جنراتورونو څخه د مياشتې ۸۲۰۰۰ افغانۍ عايد تر لاسه كوي، چې بېرته يې د جنراتورونو په ترميم باندې لګوي. كه چېرې يې جنراتورونه خراب وي دوى كولاى شي چې له خپل عايد څخه يې په ښه ډول ورغوي.)) د كليو پراختيا د رييس د معلوماتو له مخې دوى په كونړ ولايت كې ټولې ۱۲۵۷ پروژې په ۱۲ ولسواليو كې لري، چې له دې ډلې څخه يې ۶۱۲ بشپړې او د خلكو ګټې ته وړاندې شوې او په ۴۴۴ پروژو باندې كار روان دى. د نوموړى د وينا له مخې دوى يوازې په چپه دره او غازي آباد ولسواليو كې تر اوسه پروژې نه لري چې ډېر ژر به يې هلته هم پيل كړي.
په همدې ډول د ارزګان د ترينكوټ يو تن اوسېدونكى حاجي امان الله وايي، چې په ولايت كې د ملي پيوستون پروژې په سم كيفيت سره جوړېږي، ځكه چې هم پيسې د خلكو په لاس كې دي او هم څارنه او كنټرول د خلكو له خوا څخه دى، خلك په پوره ډول ترې خوښ دي، خو نوموړى د كليو پراختيا لخوا د جوړو شوو پروژو په اړه زياتوي: ((د كليو پراختيا له خوا جوړې شوې پروژې ښه كيفيت نه لري، دوى استنادي دېوالونه جوړوي خو تر يوې مياشتې پورې هم كار نه وركوي.)) نوموړى د بېلګې په توګه د ترينكوټ د ښارګوټي په يو كيلومترۍ كې د ډب الكوزو د كلي په سېند باندې استنادي دېوال ته ګوته نيسي، چې د رغېدو يې يوه مياشت نه كېږي، چې بېرته نړېدلى دى. د حاجي امان الله خان په وينا دا چې ارزګان يو كرنيز ولايت دى نو په دې ولايت كې خلك كرنيزو پروژو ته ډېره اړتيا لري.
د ارزګان ولايت د كليو پراختيا رييس انجينر هاشم وايي: ((په ارزګان ولايت كې هېڅ بې كيفيته پروژه شتون نلري ټولې پروژې كه هغه د ملي پيوستون له خوا او يا هم د كليو پراختيا د وزارت لخوا رغول شوې، ټولې په ډېر ښه كيفيت سره ترسره شوې دي.)) نوموړى د ډب الكوزو د استنادي دېوال په اړه وايي، چې هغه خو نوى تر كار لاندې دى نوى رغول كېږي. انجينر هاشم په دې اړه شكايت كوونكي په شخصي غرضونو باندې تورنوي، نوموړى د امينت په اړه وايي چې يوازې ګيزاب او چارچينو په ولسواليو كې كار نه شي كولاى نورې ټولې ولسوالۍ د دوى تر كار لاندې دي.
په كابل كې د كليو پراختيا د بېړنيو پروژو مسؤل انجينر نعيم له خپلو پروژو څخه په كلكه دفاع كوي او دا نه مني چې د دوى لخوا دې جوړې شوې پروژې دې په لږ وخت كې ويجاړې شي او يا دې هم په دې پروژو كې درغلي وشي. نوموړى زياتوي: ((موږ په هغو سيمو كې چې اضطرارې پېښې رامنځ ته كېږي، هلته بيا د بيارغونې چارې په چټك ډول زموږ كاري ټيمونه مخ ته وړي.))
په همدې ډول په كابل كې د ملي پيوستون د پروژو د پلي كولو مسؤل څرګندوي، دا چې ځينې كسان وايي چې د ملي پيوستون پروژې په سم ډول نه پلې كېږي كيفيت يې خراب دى، او فساد او درغلي په كې شتون لري، په كلكه ردوي، نوموړي د باختر آژانس خبريال ته وويل:)) موږ په تېرو شپږو كلونو كې ۴۰ زره پروژې ترسره كړې دي، ټولې پروژې د خلكو په خوښه د خلكو لخوا ترسره كوو، زه فكر نه كوم چې دوى دې په خپل مال كې درغلي وكړي. موږ د دوى پيسې د دوى په بانكي حسابونو كې ورلېږو. دا هېڅ امكان نه لري، چې د ملي پيوستون د پروژو كيفيت دې خراب وي.))
نوموړى د خپل كاري چاپېريال ستونزې امنيتي ستونزې يادوي، نوموړى په دې اړه زياتوي: ((د هېواد په ډېرو سيمو كې د جګړو له امله نشو كولاى چې په ښه ډول سره پروژې ترسره كړو، په دې وروستيو كې امنيتي ستونزې زموږ د كار خنډ ګرځېدلې دي.))