د پېښور په سربند سيمه کي نامعلومو وسله والو څلور پوليس ووژل.
د پښتونخوا د پوليسو مشر وايي پېښه د سربند سيمي ته نيژدې په مال منډيي کي رامنځته سوې چي له امله يې د پوليسو د يوه مشر په ګډون څلور تنه وژل سوي او دوه نور ټپيان سوي دي.
عيني شاهدان وايي دغه پوليس په معمولي ګزمه باندي راوتلي وو چي د نامعلومو موټرسايکل ناستو وسله والو له خوا په نښه سول او له سيمي څخه وتښتېدل.