نوح اندربادیه کشتی بساخت – صد مثل گو ازپی تسخربتاخت
دربیابانی که چاه آب نیست – می کند کشتی چه نادان ابلهست
آن یکی میگفت ای کشتی بتاز – وان یکی می گفت پرش هم بساز
او همی گفت این بفرمان خداست – این بچرسکها نخواهد گشت کاست
مثنوی معنوی ص ۵۲۱
یوله هغو ځوانو نومیالیو پوهانوڅخه چې موږ ونه پیژاند او دماتی لیندۍ له شسته مو پرموخه او هدف ونه لګید ، هغه هم دکابل پوهنتون دفلسفی څانګې نیمه خوا استاد ارواښاد اسدآسمایی و چې د ۲۰۰۹کال د جولای په (۸) یې له دغې نړۍ څخه سترګې پټې کړې . زما اواسدپیژندګلوي په کابل پوهنتون کې د محصلۍ له شپوورځوڅخه وه ، موږ په یوه کال پوهنتون ته راغلو او په یوه کال له هغه فارغ شو، دهیواد دروښانفکري غورځنګ دکاروان ملګري وو او له یوه او بل سره مو په ډیرو برخو کې ورته موخې او مرامونه درلودل ، یوازې یوڅه چې په پیل کې زما اوده ترمنځ دتوپیرلامل کیدل ، هغه د زده کړې پرمهال دده ژور فلسفی درک و چې له موږ ادب زده کړو سره به په ټکر کې واقع کیده ، او ویل به یې چې : (( زه په خیالی شیانو ډیرباورمن نه یم )) ، خو څومره یې چې فلسفی پوهه پخیده اوله هغې سره یې د روانپوهنې مزه هم وڅکله نو بیا یې خپله پورتنې خبره هم سمه کړه او دخیال په نړۍ کې دخپلې فلسفي ورکې په لټه کې شو. ځان په عملي او نظري توګه درښتیاینې درشل ته واچاوه او په دغه برخه کې یې دخپلو نومیالیو استادانو پوهاند بهاوالدین مجروح او ډاکتر غلام غوث شجاعی لاره په پوره ځیرکتیا سره ان دمرګ ترپولې وځارله ، شجاعی سقراطی لاروی شو ، زندان ته لاړ او له هغه وروسته دشهادت جام پرسرواړاوه ، مجروح مهاجرشو او پرمهاجرت کې یې سقراطی پیغام پورته کړ او شهید شو او اسد هم په مجروح پسې لاړاوهلته لکه چې د ایران نامتو لیکوال صادق هدایت هرځه د وړوکو تماشه وبلل اوله څان سره یې هغه زموږ دشاعرخبره پریکړه وکړه چې : نه ارزي په دې چې څوانی خاورې کړې … په ابدي آرامي باندې په هغه شان چې ده ته پیښه شوه آرام شو.
آسمایی دوخت شوروي ته لاړ او هلته یې خپله ماستري په خپله اړونده څانګه کې واخیسته اوله ځانګړي درک او تجربې سره هیواد ته راستون شو اوپه خپل مسلک کې دکابل پوهنتون له ښوڅوانو استادانو څخه یو شو. دنوې فلسفی په رڼاکې یې په خپلو څیړنو او لیکنو باندې لاس پورې کړ، په پښتو اودري ژبویې لیکنې پیل کړې او ددغو ژبو دمعاصرو اوکلاسیکو آثارو په پیژندګلوۍ باندې له فلسفی پلوه بوخت شواو هغه یې په رښتیاهم دنوي فلسفی میتود په رڼاکې وڅیړل اویوه برخه داسې خبرې یې ددغو کلاسیکو ویاړونو په اړه ترخوله راووتې چې ګرد سره جالبی ، نوې او دپاملرنې وړوې. دده دایوه خبره ډیره جالبه وه چې ویل به یې : (( موږ ترخارجیانو دخپل ژوند ، ادب ، فرهنګ او اخلاقیاتو په اړه ښه پوهیږو خوله بده مرغه چې ترڅو موږ ته زموږدافکاروپه اړه خارجیان څه وانه وایې پرخپل ځان مو باورنه راڅی … ))
آسمایی په دغه برخه کې په دې باور و چې پر ځان ډاډدکرکترترټولو لوړه وړتیا ده چې باید په خپله یې په کرکتر کې ولټووو. ده به ویل چې دمولانا او خوشال دپیژندنې لپاره باید که مولانا اوخوشال خان کیدای نه شو نو باید چې رښتینې پیرو اوڅیرک مینه وال خو یې شو…
هغه دهمدغه آر په رڼاکې دخپلووینو او څیړنوتګلاره پیل کړه اوپه پوره صداقت سره یې هغه وڅارله. په ډیرلږ وخت کې هغه په افغانی فرهنګی او علمي ټولنو کې دنظراوصلاحیت دخاوندانو په ډله کې راغی اوپه هغه دریځ کې یې ځان ودراوه چې دهردوست او ملګري او شاګرد لپاره یې دتسل اودمه ځای بڼه غوره کړه . آسمایی بیلګه ییز استاد اوفیلسوف و، زه پوره باورلرم چې یوزیات شمیریارانودآسمایی له علمی سخاڅخه دهغه دبې پروایی او یوشمیرنورو ناچاریو له امله دخپلې ځان ښودنې په ترڅ کې ښایسته ګټه پورته کړې ده چې مثالونه یې لږ نه دي .خوله بده مرغه چې دی له موږ ه نا سپړلی او نا لیدلی په رڼا ورڅ له لاسه ووت او دادی نن یې پرویرباندې له ولسمشره تر کشره پورې د تش په نامه پیغامونو په ترځ کې تمساحی اوښکې لکه چې په نورو ویاړونو او پوهانو مو توی کړې وې په ده هم توی کړې ، په داسې حال کې چې نن سبا په هیواد کې د سلو نارواوو لپاره د رواکیدو لارې چا رې جوړیږی خود سترګورو کسانو اوپوهانو دنومونو په اورید و سره غوږونه کاڼه اچول کیږي …. همداده چې دوی یې باید قاتلان هم وبلل شي او اسد اسمایی هم یوله هغو ځخه و چې که چا زړه پرې سوڅولی وای او لاره یې ورته برابره کړې وه هغه ډیرځه ، ددغه سوڅیدلی او معامله شوي هیواد دڅوان نسل لپاره ترسره کولای شول چې له بده مرغه نه شول … په هرډول ،
آسمایی دځانګړي منطق او پیاوړي استدلال خاوند استاد و ، ده له معاصرو نړیوالو فلسفی ښوونځیواودهغو له اصولو څخه ځانګړی درک درلود ، هغو ته یې په انتقادي نظرکتل اوهغه یې په ځانګړي انتقادي لید سره دخپل ټولنیز او انفرادی تفکر په شرقی تله کې تلل او عملی کول ، دده له لویو ځانګړنو څخه یوه داهم وه چې تل به یې داوسنیو لویدیزو سرسري پرمختګونو سټه په شرقی فلسفه او شعوري وړتیاکې لټوله. دی د کانټ ، ولتیر، روسو ، فروید ، کافکا ، هګل ،تولستوی ، اندري ژید ، زولا ، مارکس ، ماو لینین او نورو په نظریاتو باندې د زړه له کومي پوهیده ، خو په مقابل کې یې دده لپاره تریادشوو نومیالیو دمخه نورپیاوړي نومیالی لکه کنفسیوس ، زردښت ،بودا ، فارابی ، ابن سینا،مولانا ، رازی ، روشان ، خوشال اوپه سلګونو نورهم له نظره نه لویدل ، په دې چې دده په نظر وروستی وړاندې او وړاندې وروستي دي …
آسمایی نږدې یو یونیم کال دمخه خپله یوه منظومه ماته راولیږله ،دغه منظومه په یوه ځانګړي فلسفی لید لیکله شوې ده ، او په هغه کې یې دشکل له مخې هغه تګلاره په پام کې نیولې لکه چې ارواښاده مجروح هغه راپیل کړې وه ، خو دده له قوله چې دمنځپانګې له پلوه دایو نوی انځوردی چې دخپل وخت هنداره له ځان سره لري…
آسمایی دډیرو ویلو لایق دی او ډیرځه پرې لیکل کیدای شی ، چې که توفیق رفیق شو، زما په ګډون هغه ډیریاران درلودل ، چې باور دی ډیرځه به پرې ولیکي :
اوپه پای کې باید داهم ووایم چې : آسمایی ترکومه څایه چې ما پیژانده دخپل ژوند په اوږدو کې په دغه ټکی باورمن واو دایې د ژوند عملی تګلاره وه لکه چې مهاتما ګاندي به ویل :
– که دیوه لیوني سړي په ګولۍ باندې ووژل شم ، زه باید په هغه شیبه کې وخاندم . په هغه حال کې به په ماکې هیڅ ډول قهرنه وي، خدای به زما په زړه اوشونډو باندې وی.خوته له ماسره یوه ژمنه وکړه چې : که داسې څه واقع شي چې یوه اوښکه دهم توې نه کړې .
اروا یې ښاده ، کورنې ته یې د زړه صبرله پاکه خدایه غواړم …
د ۲۰۰۹ کال دجولای ۱۶