کور / اسلامي / روح ــ ظهور ،بدلون او پايښت ئي

روح ــ ظهور ،بدلون او پايښت ئي


وَيَسۡـَٔلُونَكَ عَنِ ٱلرُّوحِ‌ۖ قُلِ ٱلرُّوحُ مِنۡ أَمۡرِ رَبِّى وَمَآ أُوتِيتُم مِّنَ ٱلۡعِلۡمِ إِلَّا قَلِيلاً۬ (٨٥) ترجمه : او پوښتنه کوي له تانه له روح څخه ،ووايه چي له امره د رب ځما دي او نده درکړي شوي تاسي ته له علم څخه مګر لږه .


 که چيري ددي مبارک آيت معنا او تفسير ته ځير شواو همداسي هغه تذکر چي د قرآنکريم په نورو آيتونو کي د روح د پيدايښت او ظهور په باره کي  شويدي ، سره ددي چي د روح عام هر اړخيز ماهيت افاده کوي ، خو په حقيقت کي ددغه  مسًلي په ټولوتاريکواړخونواوکنجونو رڼا اچوي او هيڅ ډول شک او شبهي ته تاريکه ساحه نه پاتي کيږي .


د خداي په کلام کي په ځانګړي او مشخص ډول يواځي د انساني روح د پيدايښت په باره کي ديوي پروسي په حيث بحث شويدي . د پروسي د مختلفو اړخونو ،او په معينه مرحله کي يعني دڅلورمي مياشتي په پوره کيدوسره د انسان مخ  په تکامل وجود کي د روح دابتدائي ماهيوي مفهوم په کچه  دلومړي تحرک رامنځته کيدل،په شپږمه مياشت د قوام او پايښت مرحلي ته رسيدل او په دوه نيمو کلونو کي  پر ځان  ابتدائي اتکاء پيداکول او بعدي پروسه په څرګند ډول ددغه حقيقت مبين او څرګندوي ده چي دهر موجود او خلقت د پيدايښت او بقاءد پروسي په  مختلفو مراحلو  کي د ظهور ،تکامل او انحطاط په منحني لار وهي او په ځانګړي ټاکلي وجدي حالت او وضعيت کي قرار لري .


 د قرآنکريم په تفسير کي دغه مفهوم په پوره دقت سره دا ډول افاده شويدي : «دروح علم او شعور او لوړ صفات په تدريج سره په کمال رسيږي او په ارواحو کي د کمال دحصول په اعتباربي حده تفاوت او دمراتبو فرق وي تر دي چي د الله تعالي له تربيته يو روح داسي لوړ او اعلي مقام ته رسيږي چي نور ارواح هغه ته له سره نشي رسيدي . . .   » . په پورتني عبارت کي چي يواځي انساني روح ته پکي اشاره شوي ، په حقيقت کي دانساني روح ذهني ،جسمي او ټولنيز و سترو تفاوتونو ته ګوته نيول شويده او دا په ګوته کوي چي روح کوم مجرد مفهوم ندي ، نه يواځي عقل ، پوهه او شعور افاده کوي ،لکه چي ځيني پوهان روح ، جوهر ، عقل ، شعور او دغه ډول نورو مسايلو ته برابر ارزش قايل دي .هګل عقيده لري چي بشري تاريخ د مطلق عقل د پلوشو مظهر دي .


محمد نادر ايوبي « کندهاري » پخپل کتاب ( فلسفه )کي دهګل نظر په لاندي ډول ليکي : «د هګل په عقيده په عالم کي يو جهاني او مطلق عقل چي پوهه ئي د افرادو تر خيال او تصور لوړه ده چي دبشر په تاريخ کي څرګند شويدي .کله چي يوه ټولنه بله ټولنه له منځه وړي او بري حاصلوي ،همدغه جهاني مطلق عقل چي دمخه دمغلوبي ټولني سره وو و دوهمي غالبي ټولني ته درومي،دغه جهاني مطلق عقل د عالم دنظام او پالني محرکه قوه ده چي د افرادو په يوه خپلواکه ټولنه کي بشپړيږي ،دي وائي چي په ټولنه کي هم هغه حرکت او پرمختګ چي په کايناتو کي موجود دي سته ،شتمني او مالونه هم دانسان دتکامل د پلوشو نتيجه ده او قانون هم د جهاني مطلق عقل د اغيزو څخه د خپلواکو افرادوپه ټولنه کي بشپړيږي او هر فردخپل فردي عقل بايددهغه جهاني مطلق عقل سره عيار کړي او کوم څوک چي محض د خپل هوس تابع وي په حقيقت کي خپلواک ندي هر کله چي فرد دټولني سره (يو)سي خپلواکي مومي ،تاريخي سير د کاملو دولتوظهور څرګندوي . . . » « ۶۰۶ مخ »همداسي په  « تاريخ فلسفه ًشرق وغرب »چي د سروپالي راداکريشنان په مشرۍ د پوهانود يوي ډلي لخوا تاليف او جواد يوسفيان په فارسي ژبه ژباړلي د هګل د روح د فلسفي تر عنوان لاندي ليکي : « که منطق د هګل دنظام بنياد وګڼو(حال داچي منطق د هيڅ ډول نظام بنياد نشي جوړيدلي ) ،دروح فلسفه ددغه فلسفي بنياد افق ګڼلي شو » ( دوهم جلد ۲۷۴ مخ ) زه دهګل په پور تني نظر او عقيده او دروح په فلسفه پدي ليکنه کي تبصره نه کوم ،اودغه تبصره هغه فرصت ته ساتم چي که ژوند ماته راکړ او په ټوليزه توګه مي د روح په باره کي  د پوهانو په نظرياتو څه ليکل غوښتل ، پريږده چي د هګل په پورتني نظر  محترم لوستونکي پخپله قضاوت وکړي چي څومره منطقي تسلسل او قانونمند منطق په کي وجود لري ؟ زما په عقيده هر څوک که د روح مفهوم د عقل ، شعور او يا دهګل په څير دټولني دتاريخ سره پرتله کوي او په يوه سترګه ورته ګوري ،روح ته ډير کم ارزش قايل شويدي .ځکه چي روح کلي مفهوم دي او دانسان د وجود دټولو اعضاوو او اجزاوو د کلي فعاليت وجدي وضعيت او ديالکتيک پوري اړه لري ،لکن ځانګړي پديدي لکه احساس ،عقل ،شعور ،تحرک او نور، سره ددي چي د نورو اعضاوو نسبي او متداخل رول پکي بي تاثيره ندي ،خو پريکنده رول پکي په مشخص ډول يوله اعضاوو لکه مغز په عقل او شعور ،حسي اعضاء په احساس او داسي نور په نورو پديدو کي لوبوي او ددغه ځانګړو اعضاوو د قسمي يا کلي ضرر په صورت کي اړونده پديدي هم متضرري کيږي . همداسي که څوک جهاني روح او يا ديته ورته مفاهيم دخداي د لوي ذات او حتا د يوه کوچني مادي واحد د سبستانسيون ( ماهيت ) سره په يوه تله تلي يا يو شان ارزش قايليږي، يا  په ډيره سادګۍ دغه ډول نامتناسب مقياسونه ردوبدل کوي ، يا هغي ته ځانګړي ماهيت او بعد قائيليږي يعني د مادي واحد دجمعي هراړخيز ديالکتيکي وجدي حالت يواځي په يوه اړخ ډډه لګوي او يا دتناسخ دتصوري او تخيلي موهومي تيورۍ له مخي له يوه خلقت اوحتا له يوي ټولني څخه بلي ټولني ته دجهاني روح په ليږدوني باور کو ي، ما لپاره دمنلو وړنه بريښي . شک نشته چي روح د کوچنۍ ذري څخه نيولي تر کلي مادي موجوديت او همداسي دزمان او مکان د ابعادو په عموديت او افقيت کي همغسي چي روح هميشه نسبي مفعوم لري ، په هره لحظه کي مشخص او ځانګړي مفهوم هم دي . دغه ځانګړتياوي نه يواځي د ځانګړي نوعي بلکه  د ټولو خلقتونو په زماني اومکاني ابعادو کي هيڅکله دمقايسي وړ ندي . دمخه مونږ پدي موضوعاتو پوره بحث کړي چي په هر ه پديده ، خلقت او هر مادي واحد کي ټولي پروسي ،حرکتونه او قانونمندئ همزمان او هم مکان په متداخل ډول پر مخ ځي او دخپل مادي واحد په کچه مُحصل وجدي حالت رامنځته کوي او روح په هره کتګوري او په هر معنوي موقف کي  چي اوسي دډير ابتدائي حالت څخه نيولي تر خورا عالي مغلق وضعيت پوري ددغه وجدي حالت دديالکتيکي وضعيت د محصلي په ټوګه ظهور کوي ،نه دکوم ځانګړي جز د وجدي حالت دديالکتيکي وضعيت د نماينده په حيث . په همدي سبب مونږ په هيڅ دليل نه شو کولي چي انساني  روح دهغه د عقل اويا جهاني روح د خداي د علم او ذات سره پرتله او يا په شرک ومنو .ددي موضوع دپوهاوي په خاطر زه غواړم يو ساده تخنيکي مثال راوړم . په تخنيکي جوړښتونو کي محرکه قوه او يا په اصطلاح محرک روح ،چي دټاکلي هدف د ترلاسه کولو په خاطر بايد ايجاد شي ، دمغلقو ميخانيزمونو يو کامپلکس سيستم او يا سيستمونه ايجاديږي . دمثال په ډول له يوه ځايه څخه تر بل ځاي پوري د مسافرينو او يا د ټاکلي وزن دليږدولو په خاطر الوتکي ته ضرورت پيښيږي .الوتکه پخپله مدرن او ډير مغلق تخنيکي کامپلکس او دهغي د محرکي قوي د ايجاد لپاره انجن يو بل مغلق سيستم ګڼلي شو . په انجن کي د کشش د قوي د ايجاد په خاطر مختلف تخنيکي سيستمونه او قسمتونه فعاليت کوي او هر يو خپل  ټاکلي رو ل لري خود کشش دقوي په ايجاد کي  مرکزي او اساسي رول توربين او آيروديناميکي مجراپوري اړه پيداکوي چي پرته له هغي اصلا ً د کشش قوه نه ايجاديږي .ايا مونږ کولي شو دانجن د کشش قوه د هغي د مادي ذاتي موجوديت په حيث ومنو آو يا ئي ورسره پرتله کړو ؟ او يا ،ايا ممکنه ده دانجن دکشش قوه ديوه قسمت او يا يواځي ديوه ميکانيزم مولود وګڼو ؟ دانسان په وجود کي د روح موقف هم همداسي دي . د حرکت دانتقال دوسيلي اوياپه هر مادي واحدکي دوجدي حالت دعلت په موخه او نوم کوم مشخص ميکانيزم او موجود وجود نلري ،او نه مشخصي ځانګړي وسیلي او حتا کومي برخي ته د محرکي قوي د انګيزي او علت په توګه ګوته نيول کيدي شي ، بلکه دهغي ترشا ځانګړي ميکانيزمونه په مشخصو فعاليتونو سره وجود لري چي په کل کي ددغه ځانګړوفعاليتونو قانونمندارګانيک انتګريشن اوديفرنسيشن د معين کميت او کيفيت په تناسب معين وجدي حالت ايجادوي . په همدي ډول د خداي دمقضي ارادي له مخي انساني او يا دبل هر خلقت روح هم ،دساده څخه تر مغلقه پوري ،د نظام د قانونمندۍ په بنياد په معينو  زماني او مکاني ابعادو او د کميت اوکيفيت په ټاکلي منځپانګه سره په ټاکلي او مشخص ماهيت او وضعيت سره دظهور ، بقاء ،تکامل او انحطاط په مسير لار وهي او تر څو چي ټاکلي وجدي حالت او مشخصه منځپانګه وجود ونلري  روح هيڅکله د خپل سفر په لارکي په هيڅ يو ددغه وضعيتونو کي  واقع کيدلي او برقراريدلي نشي . په همدي علت دانسان دروح دظهور په خاطر څلور مياشتيني او داستقرار او قوام په خاطر ئي لا اقل نور دوه مياشتيني زماني بعد ته ضرورت ليدل کيږي . دخداي په علم کي دروح مسًله ددي څخه هم ډيره مغلقه او دقيقه ده . د طب علم اټکل کوي چي د انسان وجود د لس تريليونو ( 10 000 000 000 000 000 ) نه د زياتو حجراتو څخه جوړ دي . دخداي دکلام په قول ، دمخه مونږ وويل چي روح يوه پرو سه ده ، يعني د قضاء او قدر دقانون له مخي په ديالکتيکي لحظوي تحول او تکامل کي قرار لري . د انسان دوجود دلس تريليونوڅخه زياتو حجراتوهره يوه حجره، په حقيقت کي ، ځانګړي مادي واحد جوړوي او دهري حجري د وجدي حالت څخه نيولي دبدن دمختلفو  ارګانونواو   اعضاوو انتګرالي او ديفرنسيالي موجوديت د روح او مادي کلي وجد کي ځانګړي رول لوبوي . په همدي علت ممکنه نده د څلورو مياشتو څخه دمخه، تر څو چي لازمه کمي او کيفي منځپانګه وجود ونلري ، دانساني روح ابتدائي او يا بعدي متکامل او انحطاطي مراحل نشي رامنځته کيدلي  . دبلي خوا مونږ پوهيږو چي په هره لحظه کي دانسان د بدن د لس تريليونو حجراتو څخه ډير حجرات مري او دهغي څخه څه زيات يا کم نوي پيدا کيږي . تر څو چي د نوي حجراتو شمير د مړو حجراتو د شمير څخه زيات وي ، وجود تکامل کوي . کله چي د مړو حجراتو شمير د نوو حجراتو له شميرڅخه زيات شي ،د ژوند منحني مخ په زوړ شي ،يعني انحطاط شروع شي . کله چي دانسان په وجود کي د يوي ذري په کچه بدلون پيښيږي ،د خداي د لوي علم  په حافظه کي محفوظ او هيڅکله لا درکه نشي پاتي کيدلي او بي پله له منځه نه ځي او همداسي دهر کوچني تغير په پيښيدو سره دبدن په وجدي حالت يا په بل عبارت د روح په وضعيت کي متناسب بدلون رامنځته کيږي . د بلي خوا د خداي په علم کي معما ، موهومي ،نامعين او متوالي حالتونه او وضعيتونه وجود نلري او نه خپل مخلوق د ناممکناتو او لا چارۍ سره مخامخ کول غواړي .د خداي د لوي علم له مخي بي شميره پروسي ،قضي ،فورمولبندئ او افادي په متداخل ارګانيک انتګريشن او ديفرنسيشن کي د حل واحدځواب پيداکوي او هيڅکله د شک او تردد په څلورلاري او دوه لاري کي څوک نشي واقع کيدلي . دمخه هم ما په خپل ناقص آند او فکر د خداي دلوي علم خارق العاده سمښت کچي ته داسي اشاره کړي وه چي : د انساني وجود په بيولوژيکي حجره کي ۲۳ جوړي ، يا په بل عبارت ۴۶ کروموزومه وجود لري . که چيري يو له دغه کروموزومونو څخه کم وزيات شي ،دانسان دوجود ارثي تسلسل شليږي او انسان د مونوګلوئيد په بڼه په جهان کي سترګي غړوي او معفيتي سيستم ئی هم پر ځاي نه پاتي کيږي . نن علم او تخنيک د « Embryology جنين پيژندني» په برخه کي دومره پرمخ تللي او لابراتواري څيړني په ډيره چټکۍ سره رواني دي چي د غير متراقبه پيښو څخه پخپل وخت مخنيوي وکولي شی . نن په امريکا ،اروپا او ځيني نورو هيوادونو کي په تجربي لحاظ ددغه ډول تربيه شووؤ څارويو غوښي خوړل کيږي . په ټولنيز لحاظ به دا خبره سمه او ګټوره وي  ، خو که د شخصي مقاصدو لپاره وکارول شي نه جبرانيدونکي فاجعي به رامنځته کړي . په همدي خاطر د علمي پر مختګونو سره هم بايد مسًولانه کړه وړه وشي او تل په باوري او خوندي مصًون موټي کي يواځي دخير ښيګڼي ټولنيزو ارمانونو د پاللو او ترلاسه کولو په خاطر وساتل شي . کله چي  امريکائي فضاء نورد N.Armstrong په  ۲۱د جولاي د ۱۹۶۹م کال کي دApolo د قوماندان په حيث  سپوږمۍ ته تللي وو د کونړ ديوه مشهور شخص د مړيني په مراسمو کي ډير پوهان اومشهور ديني عالما راټول شوي وواو ددغه تګ په امکاناتو او عدم امکاناتو باندي ډير تود بحث کيده . ځيني ديني عالمان چوپه خوله پاتي وو او د نورو خبرو ته ئي غوږ نيولي وو . لکن ځيني نورو سخت مخالفت کاوه .ماهم ددوئ خبرو ته غوږ نيولي وو . کله چي يوه ديني عالم په قطعي ډول مخالفت ښکاره کړ او د مقابل لوري په ځواب کي ئي وويل ، « که په رښتياارم سټرانګ سپوږمۍ ته ختلي وي نو يو تور څادر دي د سپوږمۍ په مخ وغوړوي ،چي له مونږ څخه پټه شي بيا به ئي ومنم  . زه چي د مولوي صاحب اړخ ته نژدي ناست ووم  په ټيټ اواز مي ورته وويل چي استاده سپوږمۍ دومره کوچنۍ نده چي په څادر کي پته شی . که چيري دخداي (ج) او پيغمبر (ص )په قول کي سپوږمۍ ته ختل نا ممکن ګڼل شوي وي ، ښه به داوي هغه آيت او حديث شريف دليل راوړئ . مولوي صاحب په ځواب کي وويل « ستازړه دي چي ځان کافر کړم او ووايم چي ختلي دي .په علمي مسايلو کي هره منطقي او قانونمنده وړاند وينه او خوشباوري ممکنه او منطقي هم ګڼل کيږي خو يو اړخيزه مطلق مخالفت، موضعګيري ،تعصب او تنګنظرۍ ته په کي ځاي نه پاتي کيږي . مونږ نن وينو چي سپوږمۍ ، د شمسي نظام نورو سيارو او زمونږ له شمسي نظام څخه وړاندي نورو ستورو ته سفرونه تقريباًپه ورځني معمول کار او چار اووختي دي .نو مولوي صاحب چي د خداي ( ج) او پيغمبر ( ص) دعلم او کلام د پوهي او تفسير وارث ګڼل کيده خو په حقيقت کي د هغي څخه بيخبره وو او دخپلي بيخبرۍ دپټولو په خاطر ئي دتعصب او حتا جهالت څخه هم کار اخيسته ، په حقيقت کي دخداي لوي علم ته ئي د خپلو سترګو دتنګو کسو څخه کتل او په خپله ناپوهۍ سره ئي ټول بشريت د خداي د لوي علم په هکله « العياذ بالله »بي باوره کاوه او د خداي دذات او علم څخه د منکرانو دپاره ئي داعتراضونو او دروغجنو دلايلو خټه برابروله . کله چي خداي دا لوي جهان د خپل لوي علم له مخي قانونمند پيدا کړي دي ،کله چي خداي يواځي په انسان کي علمي ،منطًقي  ظرفيت او استعداد ايجاد،علم ئي په ښځه او نر فرض او د همدغه علم له مخي ئي انسان د عالم خلف په حيث دجهان او ټولو خلقتونو په معرفت مکلف ګرځولي او دغه ټول خلقتونه ئي دهغه لپاره پيداکړي او دهغه په خدمت کي ئي ګمارلي ،کله چي اسلام دټولو اديانو په نسبت خورا علمي او خورا منطقي دين ګڼل شوي ، دبشريت په قاموس کي چيري دغه ډول حماقت ،جهالت ، ناروا دروغجني تنګنظرۍ ته ځاي پاتي کيدلي شي ؟ ډير خلک او حتا پوهان داسي فکر کوي چي  خداي ټولي دنيائي او اخروي چاري باالفعل او باالاراده پخپله سرته رسوي .زما په عقيده دا خبره سمه نده  .که خداي خپلومخلوقاتو ته تيار خواړه رسولي ،څله به آدم (ع)او نور انسانان عالم الاسباب ته د عمل ډګر ته راوتلي ؟ د څه لپاره خداي انسان د علم څخه برخمن کړي ؟ او دڅه لپاره ئي د خپل لوي ذات د خليفه لقب ورکړيدي ؟ دا ډول نظر دقضاء او قدر دعام قانون سره سمون نلري او د خداي عدل اوانصاف د پوښتني لا ندي راولي  . پدي صورت کي به ضرورت نه وو چي خداي داجهان قانونمند پيداکړي وي ، ځکه خداي په هر شکل چي وغواړي دخپل نظام داداري او کنترول دعهدي څخه وتلي شي او د انسان هر کوچني فعاليت به  « العياذ باالله » په خدائي کارونو کي مداخله ګڼل کيدلي او انسان ته به هيڅکله د خداي دمقضي ارادي له مخي انساني مقدرات او اختيار نه وي ورکړي شوي او دا به « العياذ باالله » هم دخدائي انصاف څخه ليري وي چي که بيا ئي هم انسان د جهان او ټولو خلقتونو په معرفت مکلف ګرځولي وي ، ځکه چي انسان به بي له هغي هم ددغه کار له عهدي څخه نه وي وتلي .د بلي خوا د انسان لپاره دخداي دلوي ذات دلوي علم دسرمشق نمايش به څه ډول شوي واي ؟او ياڅه ډول به ئي په خپل ځان باور او لازم جرئت پيداکړي واي ؟ پدي صورت کي به د انسان دپيدايښت څخه هدف څه وو ؟ څه ډول به ئي ژوند کولي ؟ او څه ډول به ئي د خپل عبوديت رسالت او مسًوليت سر ته  ر سو لي ؟ خو مونږ پوهيږو چي خداي الرحمن الرحيم ،عادل ، منصف او دډيري لوئي پيرزويني او لورييني لوي ذات دي او په ټولو مخلوقاتو او په ځانګړي توګه په انسان  ئی ستري روادارئ او پيرزويني لرلي . په حقيقت کي خداي انسان او ټول خلقتونه د قضاء او قدر دقانون له مخي مقدر او مقضي ګرځولي دي .زما په عقيده که خداي ټولي چاري پخپله سرته رسولي ، د انسان لپاره د خدائي خلا فت ته نه څه ضرورت ليدل کيده او نه به ددي لپاره کوم امکان او وسيله موجوده وي چي انسان د خداي دعالم خلف په حيث  د خداي دلوي علم څخه اګاهي پيداکړي . په حقيقت کي انسان او ټول خلقتونه د قضاء او قدر دقانون له مخي مقدر او مقضي ګرځيدلي  ، دا لوي جهان ئي په کل او جز کي قانونمند پيداکړي او دخپلي مقضي ارادي له مخي ئي د لوي جهان او حرکت متقابل ابديت او موجوديت يو تر بله لازمي ابدي علت او معلول ، قايم باالذات او خلل ناپذير ګرځولي دي .ددي په عوض چي خداي د خپلو بنده ګانو پرځاي ټولي چاري پخپله سرته ورسوي او پاخه خواړه ورته وويشي ،د پوهي او عمل استعداد ئي ورکړي ،هر چاته ئي پخپل نژدي چاپيريال کي د عدالت ،انصاف او هر اړخيزي روادارۍ له مخي پرته له خوړو د هر ډول مصروفيت ،مشغوليت او علمي څيړنو په خاطر بي شميره امکانات او بي حسابه زيرمي موجودي کړي او انسان او نور مخلوقات هر يو ئي دخپلو امکاناتو په تناسب مقدر او مکلف ګرځولي دي .ددي جهان ټول خلقتونه ، دخورا کوچني څخه تر خورا لوي او دخورا ساده څخه تر خورا مغلق پوري خپل خپل مقدرات او د هغي په تناسب مختلف هر اړخيز امکانات او اختيارات لري چي د خداي د مقضي ارادي له مخي د خپل ښه او بد سر نوشت ،نيک او بد روح او دنيائي او ا ُخروي ځانګړو او ټولنيزو سرنوشت سازو قضاياوو او مسايلو کي صلاحيت ورکړي شوي او پري مکلف ګرځيدلي دي .يعني خداي هر خلقت دقانونمند نظام په شکل مقدر او خود مختاره پيداکړي دي . نو ځکه روح هم دامري خلقت دمقدراتو په تناسب دخپل ظهور ، تکامل اوانحطاط په پروسه د خپل نيک او بد سر نوشت او د خپل پيدايښت ،بقاء ،تکامل او حتا د انحطاط اختيار پخپل واک کي لري . يعني چي د روح سرنوشت هم دخداي د لوي علم او د هغي د عامو قوانينو له مخي ، مخکي له مخکي نه تعينيږي ،بلکه د ورکړي شوي  اختيار او مقدراتو په تناسب ، کولي شي هغه په خپله خوښه تعين کړي . روح د امري خلقت په حيث با الذات تغير پذير او فنا پذير  دي او دخپل ظهور ،تکامل او انحطاط په پروسه کي منحيث دهر قانونمند حرکت او قانونمندۍ په شکل د مادي د ابديت په بناء ، ابدي  شهودي قانونمند  حقيقت جوړوي  او دزمان او مکان په مختلفو مقاطعو او ابعادو کي دمادي عامو قوانينو له مخي  نه يواځي د روح او وجدي حالت په کل کي بلکه د هغي پوري داړونده اجزاوؤ حالت او بدلون قابل د محاسبي او قانونمنده افاده ئي هر وخت ممکنه ده .په همدي علت د خداي په کلام کي ويل شوي چي د حساب او کتاب په موقع کي دانسان دبدن ټول اعضاء په جداګانه ډول پخپله په انسان د نيکو او بدو اعمالو شاهدي ورکوي .که چيري روح مجرد مفهوم او په يوحال پيدا او باقي پاتي موجود وي نو د ځانګړو اعضاوو د ځانګړي شاهدۍ مسًله نه شوه مطرح کيدلي او يواځي په کل کي به د روح د عام مفهوم او موجود په حيث د شاهدۍ ذکر شوي واي . د خداي په لوي جهان کي دخداي د لوي علم له مخي مرګ نسبي او ژوند ابدي مفهوم  لري  . هر مرګ دنوي ژوند اغاز او هر ژوند همزمان  دنوي ژوند او مرګ په لور حرکت کوي او په متوازن ، متعادل او متناسب  ډول دخدائي نظام  دبقاء ساتندوي او همدغه دخداي د لوي نظام دبقاء او ابديت لوي او انکار نه منونکي دليل دي . د خدائی نظام قانونمندي ساتني او حفاظت ته خدائي طريقت ،شريعت او عبادت ويل کيږي او دهمدغه نظام څخه دسالمي ګټي په اخيستني او حفاظت پوري د بشريت او ټولو مخلوقاتو ټولي خوشبختئ هم تړلي دي . نو ځکه  د خدائي نظام ساتنه اومعرفت اودخداي د علم تحصيل د بشر لپاره د خداي د بي ساري نعمتونو څخه د اعظمي منطقي ګټي اخيستني په مفهوم اومعنا ده، خدائي شريعت ددغه اعظمي استفادي لپاره يواځينۍ لار او خدائی رښتيني عبوديت ددغه ګټي اخيستني خورا احسنه امکانات او طريقه ګڼل کيږي . مهمه خبره داده چي دغه تسلسل له پيله تر پاي پوري  ټول دخدائي دلوي  علم او د هغه ذات د لوئي روادارۍ او پيرزويني په محور څرخي . د خداي په کلام کي  د انساني روح دپيدايښت  په پروسه کي زماني قيديت ته اشاره شويده . زمان نسبي مفهوم  دي اودهر مادي واحد په تناسب مختلف نسبي مفاهيم افاده کوي .د بلي خوا پخپله قيودات هم کيدلي شي دشرايطو په تغير سره تغير وکړي . روح مجرد مفهوم ندي  او نبايد هغه مجرده پديده وګنل شي  . ځيني پوهان د روح د زماني او مکاني ابعادو څخه منکر دي  يعني هغوئ روح عام مفهوم ګڼي چي هيڅکله خارجي وجود نلري او چي څرنګه دغه ټول فعاليتونه سرته رسوي، ځکه خو هيڅوک نشي پوهيدلي او بايد هم پوه نشي . ځيني نور روح ته هر ډول زماني او مکاني ابعاد او تناسخ قايل دي . هغوئ پدي عقيده هم دي چي د بد روح دتناسخ پروسه کي د بدي ارواح په حيث په ځيني کثيفو حيواناتو کي تر هغي دوام کوي ، تر څو چي ئی د نفس تزکيه وشي . خو زما په عقيده روح په هر زماني او مکاني بعد کي مشخص او ځانګړي دي او يواځي په مشخص خلقت او پديدي پوري اړه لري اود اسلام دمقدس دين حکم هم همداسي دي ، او په هره پديده او خلقت کي دهغي د اجزاوؤ د وجدي حالتونو د قواوؤ دويکتورونو محصله جوړوي .خو دغه محصله کومه ساده ميخانيکي تجمع او انتګريشن ندي ،بلکه همغسي چي د خداي دلوي علم دقانونمندۍ له مخي دا لوي جهان دټولو علومود قوانينو او ټولو اجزاوؤ دوجدي حالتونو په ارګانيک تداخل سره ددي لوي جهان او هر خلقت او اجزاوؤ بقاء پايداره ساتي ، خود هر حالت او وضعيت په کمترين تغير سره  همزمان تغير مو می . دروح د پيدايښت  او بقاء په پروسه کي همداسي تفاوت او ديالکتيکي تحول او تکامل ته اشاره شوي ، او تکامل او تحول پخپله  مختلف اشکال دحرکت ګڼل کيږي  . هر حرکت با الذاته ِکثيرالجوانبه او کثيرالبعدي پديده ده . پدي معنا چي هيڅ حرکت په ځانګړي محدوده کي مقيد نشي پاتي کيدلي او همزمان په متوالي ډول په نورو او نورو حرکتونوبدليږي او هر حرکت پخپل نوبت د انرژي مختلف ډولونه منځته راوړي او هغه د نوي کمي او کيفي پديدو د ايجاد سبب ګرځي .حرکت ابدي اود خداي د مقضي ارادي سره سم د ابديت ضامن ګڼل کيږي . دغه پروسه په متواتر ، مستمر او متداخل ډول دوام پيداکوي او دمختلفو خلقتونو او پديدو د رنګينئ او تنوع علت او انګيزه ګرځي . مونږ دمخه د فلسفي اساسي مفاهيمو په باره کي دا هم ويلي وو چي  « ماده متحرکه ده ځکه چي موجوده ده او موجوده ده  ځکه چي متحرکه ده » . کله چي حرکت  مجرد مفهوم  او پديده نشي پاتي کيدلي نو هيڅ مادي واحد او په هغه جمله کي روح هم د آمري خلقت او حقيقت په حيث مجرد مفهوم او پديده نشي ګڼل کيدلي . د انساني روح د پيدايښت په پروسه کي د انساني وجود د کمي او کيفي متکامل او متحول خلقت په حيث څلور مياشتيني ميعادد روح دظهور دپاره مناسب او متناسب ګڼل شويدي او يا په بل عبارت دا هغه زماني بعد جوړوي چي انساني وجود پدغه زماني مقطع کي د انساني روح دپيدايښت متناسب کمي او کيفي حالت او وضعيت ته رسيږي .  پخپله مياشت ،کال  او يا ورځ ،ساعت ، دقيقه ،ثانيه او يا نور زماني واحدونه  ټول نسبي مفاهيم دي  . د مثال په ډول د نجوم علم دا خبره معلومه کړي چي حتا زمونږ په شمسي نظام کي د عطارد دسياري يوه شپه او ورځ دځمکي دشپي او ورځي ۵۹ برابره او يو کال ئي  د ځمکي ۸۸ ورځي کيږي ؛ د زهره يوه شپه او ورځ د ځمکي دشپي او ورځي ۲۴۳ برابره او يو کال ئي د ځمکي ۲۲۵ ورځي کيږي ؛د ځمکي يوه شپه اوورځ  ۲۴ ساعته او يوکال ئي ۳۶۵ ورځی او شپږ ساعته کيږي ؛د مريخ يوه شپه او ورځ د ځمکي دشپي او ورځي نيمائي يعني ۱۲ ساعته او يوکال ئی دځمکي ۳۸۷شپي او ورځي کيږي ؛ دمشتري يوه شپه او ورځ د ځمکي ۱۰ ساعته او يو کال ئي دځمکي د ۱۲ کلونو برابر دي؛د زحل يوه شپه او ورځ دځمکي ۱۰ ساعته او يوکال ئي د ځمکي د ۲۹ کلونو برابر دي ؛د يورانوس يوه شپه او ورځ دځمکي د ۱۱ساعتونه او يوکال ئي دځمکي د ۸۴ کلونو سره برابر دي ؛د نپتون يوه شپه او  ورځ د ځمکي ۱۶۰ ساعته او يو کال ئي د ځمکي د۱۶۵ کلونو سره برابر دي او باالاخره د پلوتون يوه شپه او ورځ د ځمکي د شپي او ورځي ۶ برابره او يو کال ئي د ځمکي ۲۴۸ کاله کيږي . دا هغه ارقام دي چي اکادميسن عبدالاحد عشرتي په خپل کتاب ( اعجاز علمي قرآنکريم ، دوهم چاپ  په صفحه ۹۱ ) ذکر کړيدي .لمر څرنګه چي شپه نلري تقريبا ً په ۲۵ ورځو کي يو وار پخپل محور څرخي او انتقالي سرعت ئي په يوه ثانيه کي ۱۵۰ ميله او د انتقالي حرکت يوه دوره ئي پخپل مدار يعني يو کال ئي تقريبا ً ۲۰۰ مليونه کاله او يا په بل عبارت د « Milchstvasse ــ شيري جاده،د ( کهکشان ) » سفر ۲۰۰ مليونه کاله دوام کوي . ( Qur’an und moderneWissenschaft ,Dr.Zakir Naik , s, 14 )  .پدي ډول ساعتونه ،دقيقي او ثانئي او د انسانانو او نورو خلقتونو او موجوداتو عمرونه د کلونو په حساب هم تغير کوي او کاملاً نسبي مفاهيم لري   .


د روح په باره کي دخداي په کلام کي ددي ذکر هم شويدي ، کله چي روح له بدن څخه ووځی انسان مري . د بلي خوا مونږ د انساني آناتومي ، بيولوژي او نورو اړونده علومو له مخي پوهيږو چي د انسان مرګ د مختلفو عواملو له مخي پيښيدلي شي . د مثال په ډول که چيري پانقراس پخپل وخت ټاکلي اندازه انسولين او ګلو کاګون توليد نکړي  ،په وينه کي د شکري اندازه د لازم مقدار څخه ډيره زياتيږي او يا کمیږي او دانسان دمرګ سبب ګرځي . دتايرايت غده چي په مرۍ کی ده په بدن کی  دمتابوليزم او نورو سترو وظايفو په څنګ کي د ايودين د تنظيم دنده هم لري  . که دغه غده له فعاليته پريووځي  ،برعلاوه ددي چي دانسان د سترګو ، مرۍ او مخ  جوړښت  بدلوي ،دمرګ سبب هم کيدلي شي .  زړه په بدن کي مرکزي او ډير مهم ارګان ګڼل کيږي  . کله چي ځيني  ارګانونه ، غدي  لکه تريخي ، ځيګر ،پښتورګي  او نور پخپل وخت لازم فعاليت ونکړي شی او ياپه کافي اندازه انزايمونه ترشح نکړي ، په وينه کي غوړي  ،مالګي ،اسيدونه او نور مواد جمع کيږي او دانسان د مړيني سبب ګرځي . پدي ډول ډيرنور مثالونه راوړل کيدي شی چي دځيني ارګانونو د ناسم غير متناسب او يا دنه فعاليت په صورت کي لازم مقدار ترشحات صورت نه نيسي او انسان مري . پدي صورت کي کولي شو ووايو چي هر يو له دغه ارګانونو څخه  ذاتاً په شکل داشکالو د روح دنده سرته رسوي .خو زما په آند دغه ډول قضاوت او پريکړه به ساده لوحانه ،نئيف( ساده ) او پريميتيف (ابتدائي ) وي .


ځيني پوهان روح او نفس يوشي ګڼي  ،خو ځيني نور دهغوئ په منځ کي فرق او تباين ته قايل دي . هغه کسان چي نفس او روح يوشي ګڼي  ، شايد د تنفس د مفهوم او ماهيت په بناء ئي دغه ډول نتيجه ګيري کړي وي  ، ځکه چي د تنفس په بنديدو هم انسان مر ي  . ابو علي ابن سينا  دروح د وجود داثبات په باره کي خپلي رسالي او کتابونه د « نفس » تر عنوانونو لاندي ليکلي دي لکه : « دناطق نفس پيژندنه » ، «د نفس په باره کي د خلکو اختلافات » ، « دبدن سره د نفس اړيکي « ، « علم النفس » او د « نفسي قواوو څيړنه » .مولاناجلال الدين بلخي د روح لپاره د خواجه سناي په مرثيه کي دجان کلمه استعمال کړي او کثير الوجهي شخصيت او ابعاد ورته قايل دي . 



ګفت کسي خواجه سناي بمرد            مرګ چنین خواجه نه کاريست خرد


کاه نبود اوکه  ببا  دي   پريد                   آب نبوداو که  به  سرما فسرد


شانه نبود اوکه به موي شکست                    دانه نبوداو که زمينش فشرد


ګنج زري بوددرين خاکدان                           کو دو جهان رابجوي مي شمرد


قالب خاکي سوي خاکي فګند                      جان خرد سوي سما وات برد


جان دوم را که ندانند خلق                                  مغلطه ګوييم به جانان سپرد


صاف دراميخت به درد مي                              بر سر خم رفت جدا شد زدرد


در سفر افتندبهم اي عزيز                                   مرغزي ورازي و رومي و کرد


خانه ً خودباز رود هر يکي                                       اطلس کي باشدهمتاي برد


خامش کن چون نقط ايراملک  


نام   تو از دفتر ګفتن    سترد


«کليات شمس تبريزي ،ص ۳۶۸ »


سره ددي  دغه ډول اظهارات څه ناڅه دواقعيتونو سره سمون هم لري او دځانګړو اعضاووڅخه نيولي دحجراتو تر کچي پوري د ځانګړو مادي واحدونو وجدي حالت او يا په بله معنا د هغوئ روحي حالت به افاده کوي ، او يا که دغه تسلسل ته دانسان دنوع د عموديت او افقيت څخه نيولي  دټولو خلقتونو په ټولو ابعادو کي دټولو وجدي او روحي  حالتونو د انتګريشن او ديفرنسيشن  سلسلي او ځنځير  دجهاني روح او وجدي حالت پوري ورسوو ،يواځي په هغه صورت کي  مونږ دځانګړو مادي واحدونو او په کل کي د جهاني روح او وجدي حالتونو د ماهيت او واقعيتونو په باره کي علمي منطقي تصور پيداکولي شو .دخداي برحق کلام ځکه تأ کيد کوي چي: « قُلِ ٱلرُّوحُ مِنۡ أَمۡرِ رَبِّى وَمَآ أُوتِيتُم مِّنَ ٱلۡعِلۡمِ إِلَّا قَلِيلاً۬». په رښتيا چي انساني روح ډيرپيچلي هراړخيز  خدائي آمري خلقت  او يواځي دخداي په اراده او معينو شرايطو او وسايلوسره  انسان دهغي په معرفت  لاسبري کيدلي شي .


ځيني پوهان د همدغه مفکوري له مخي خداي جهاني روح بولي ، حال داچي جهاني روح هم خدائي مخلوق دي او په هيڅ کمي او کيفي ارزش سره د خدائي ذات او صفاتو سره دشرک جوګه نشي ګڼل کيدلي . په قرآنکريم کي داخلاص د سور‌ة ترجمه پدي ډول ده (ووايه چي الله يودي . الله بي نيازه دي  .نه له چانه زيږيدلي او نه ئي څوک زيږولي دي . او نشته خداي لره برابر سیال    څوک ) . که چيري دا خبره ونه منل شي خداي به هم « العياذباالله » د خلقتونو او پديدو دپيدايښت دعلت او معلول  په تسلسل کي واقع شي ، چي ممکنه نده .


همداسي ډير پوهان « العياذ باالله » مطلق عقل ،عقل محض ، عقل اول ،عقل کل ، عقل خالص ،سوچه عقل، مطلق جوهر ،جوهر محض ، مطلقه ايده ،طبيعت او ديته ورته خارق العاده اوصافو او خصوصياتو لرونکي پديدي چي اصلا ً باالذات خدائي خلقتونه ګڼل کيږي دخداي سره په شرک مني او« فلسفه ً اولي » (لومړۍ فلسفه ) هم دخداي علم ګڼي ، حال داچي فلسفه يواځي او يواځي د خداي دلوي علم بشري ذهني بديل ګڼل کيدي شي . دمخه مونږ ليکلي چي عقلانيت يعني علم او قانونمندي شکل دموجوديت دمادي دي . هيڅ موجود،حتاډير بسيط موجود ، وجود نلري مګر په قانونمند شکل سره . ايادا ممکنه ده چي مونږ د يوه بسيط مادي واحد قانونمند موجوديت  ، شعور ، انساني عقلانيت او حتا جهاني  عقل ، مطلق عقل ، سوچه عقل او حتا بل کوم خارق العاده خدائي خلقت چي اصلا ً خدائي  خلقت  دي ،کيدلي شي اوډير ساده منطق دا مني چي د خداي په حيث ومنل شي ؟ د جوهر په نامه کوم خاص وجود ، پديدي او خلقت ته زه قايل نه يم . زه پدي عقيده يم چي هر مادي موجود ځانګړي کمي او کيفي اوصاف او خصوصيات لري . هر ځانګړي کيفيت کيدلي شي دځانګړي مادي واحد او پديدي د نسبي جوهر په حيث ومنل شي . که دغه کيفيت ته مونږ هر نهائي حالت او موقف هم قايل شوبيا هم دخدائي ذاتي او توصيفي معيارونو سره سيال جوګه نشي ګڼل کيدلي .پدي توګه خالص جوهر ،مطلق جوهر او يا مطلقه بي جوهره پديده او خلقت هم وجود نلري . د طبيعت په نامه هم کوم خلقت ،پديده او موجود نه شته . په طبيعت کي مختلف موجودات ،پديدي او خلقتونه په ميخانيکي ، فيزيولوژيکي ،بيولوژيکي او يا نورومادي ارګانيک انتګرالي او ديفرنسيالي وضعيتونو او حالتونو کي په ټاکلي نظام سره قرار لري . شک نشته چي لوي جهاني نظام په  لوي جهاني وجدي وضعيت اوحالت کي قرارلري او يا په بل عبارت د لوي جهاني روح څخه برخمن دي . خو دغه نظام ، دغه وجدي وضعيت او حالت او يا په بله معنا جهاني روح د خداي دلوي علم ،لوئي قانونمندئ او مقضي ارادي مخلوق او محصول  اوپه لحظوي ستاتيک ديناميک ديالکتيکي بدليدونکي نظام کي قرارلري او خداي تغير ناپذيره او تغير نه منونکي ذات دي . ايا کيدلي شي مخلوق دخالق سره سيال جوګه بديل جوړ کړي ؟ ايا ممکنه ده نسبي وضعيتونه او حالتونه کله هم په مطلق حقيقت بدل شي ؟ او هغه هم په همزمان او هم مکان ستاتيک ــ ديناميک ديالکتيکي بدليدونکي نظام کي ؟ هيڅکله  نه !!! مونږ پوهيږو چي د نړۍ ډيرو مشهورو پوهانولکه کانت د «عقل محض » هګل د « مطلقي ایده » « جهاني روح » او ډيرو نورو د همدغه ډول مسايلو په باره کي څيړني کړيدي . هګل د ايديالستي ديالکتيک تر عنوان لاندي ديالکتيکي قوانين د مطلقي ايده د مراحلود پيژندلو په حيث فورمولبندي کړي ، خو پدي نه دي پوهيدلي چي ايديالستي ديالکتيک او قوانين وجود نلري . خداي د خپلي مقضي ارادي له مخي دا لوي جهان د خپلو مخلوقاتو د استفادي په خاطر مسخر او مقدر  پيداکړيدي . ډيرو پوهانو دا جهان همغسي چي خداي پيداکړي ، همغسي ئي څيړلي او  پيژندلي دي .دي کي شک نه شته چي مونږ ډيرو کوچنيو ذراتو ، تششعاتو ، ساحوي ، پلازمائي او د پديدو او خلقتونو د ډيرو نورو حالتونو او وضعيتونو داحساس او ادراک څخه دتل او يا تر يو وخته پري عاجز يو . خو دا خبره هيڅکله دا معنا نلري چي دغه محيطونه غيرمادي ، ما بعدالطبيعه ، متا فزيکي او يا د ماديت د محيط څخه وتلي کوم بل ډول حالت غوره کړي .د خداي دا لوي جهان هرډول نسبي حالت غوره کولي شي ، خو د ماديت دساحي څخه وتل ئي ناممکن دي .ځکه چي د خداي جهان د کوچنۍ ذري څخه نيولي تر خورا لوي مادي موجود پوري دخداي دارادي له مخي په قانونمندشکل سره  واحدتړلي جهان جوړوي .هغه پوهان چي دخداي دارادي  په خلاف موضع غوره کوي او يا دناسم تحليل له مخي بیا هم غواړي د « مُثُل » «مابعدالطبيعه » «متافزيکي » اود هيڅ په بنياد تخيلي او تصوري فورمولبندئ او تيوري ګاني جوړي کړي ، پايلي ئي معلومي دي چي تر اوسه ئي په دغه بي بنياده بنيادحتا يوي هڅي هم مثبته نتيجه نده ورکړي .


ځيني کسان شايد مدعي شي چي ډير پوهان لکه هګل ،کانت ، دکارت  او نور چي پخپله ايديالستان وو عيني قوانين کشف او فورمولبندي  او  ډير حقايق تر لاسه کړيدي . دليل ئي دادي  ، سره ددي چي دوئ د ذهني او شعوري پديدو مادي قانونمند موجوديت ته قايل ندي ،خو عملا ً دخپل داخلي  ذهني چاپيريال څخه متأثر او په خپله ذهني هنداره کي د واقعيتونو ننداره کوي او په دغه بنياد ئي رحماني او شيطاني خوبونه ليدلي ، دتصوراو تخيل په پوړيو کي د الهام ،کراماتو ،نبوغ اوپيغمبرانو (ع) د وحي احساس او ادراک کړي او اړونده فورمولبندئ ئي د هغوئ په آند په تخيلی او تصوري شکل طرحه او فورمولبندي کړيدي  . خوزه پدي عقيده يم چي د تصور او تخيل جالي ( کشتۍ) هميشه په کاړ خيژي او لکه دسحر خوبونه تل په مايوسۍ بدليږي . همدا سبب دي چي د ډيرو فلسفي مسايلو په باره کي حقايق لا تر اوسه په ترګمۍ کي پاتي دي . يواځي علمي قانونمندي څيړني کيدلي شي مثبتي او دقيقي پايلي ولري .


همغسي چي د خداي په کلام کي د روح د قانونمند ماهيت پيژندنه مشکله تعريف شوي او لکه څومره چي د پوهانو هڅي تر اوسه پدي باره کي بي نتيجي پاتي دي ،په حقه سره د روح موضوع په بيساري وسعت او عمق سره د خداي دلوي علم او لوي قدرت اساسي مفهوم او زړي جوړوي . روح په واقعي مفهوم او معنا د خداي دلوي علم دقانونمندعملي او نظري ديالکتيک منتجه دقيقه محصله او په کل او جز کي د خدائي خلقتونود دقيق نظام دعظمت نمايش دي . د روحي مسايلو دقيقه علمي محاسبه په عالم الاسباب کي نه عملي ، نه ممکنه او نه ضروري ده . دغه محاسبه يواځي د خداي دلوي قدرت ، لوي علم او لوي جهان په امکاناتو کي ممکن ګڼل کيدي شي . اصلا ً د عالم الاسباب په عملي ژوند  کي ډيري دقيقي محاسبي ضرور هم ندي او نه چا کله د ډبري سکاره د طلا خرڅوونکو په تله تللي . پوهانو ته پدی هم پوهيدل پکار دي چي په کومه محاسبه کي څومره دقت ضرور دي ؟ په همدي خاطر د خداي په کلام کي دروحي مسايلو دمحاسبي اشکال ته ګوته نيول شوي چي پوهان خوشي په خوشي په ناممکناتو پوري ونه نخلي . لکن ، لکه څرنګه چي ما دغه مسًله په خپلو کمو امکاناتو څيړلي ، د روح د قضي په دغه روحيه او ماهيت پوهيدل حتمي دي . نه چي پوهان هم خپل او هم دنورو قيمتي وخت په عبثو خبرو ضايع کړي . خو ددي ټولو خبرو سره سره ، همغومره چي خدائي نظام مغلق او پيچلي دي ،په همغه اندازه دقيق او قانونمند هم دي . د مثال په ډول ، ايراني شاعر  ويلي وو « ما زاغاز وزانجام جهان بي خبريم ««»» اول واخر اين کهنه کتاب افتاده است » ،خو ما په خپلو دلايلو سره وښودل ،سره ددي چي قديم په قديم کي هيڅکله وجود نه درلود ، حال په لحظوي ډول ګذرا پديده او ابد هم هيڅکله ابد ته نه رسيږي ،بيا هم څرنګه چي جهان قانونمند پيدا ، قانونمند پائي او قانونمندبدلون مومي ،په پرنسيب کي د هري پديدي افاده او محاسبه په هر زماني او مکاني بعد او مقطع ممکنه ده . خو په دغه بوده او تنسته (عرض وطول ) کي يواځي د علم او قانونمندۍ مزي غزيدلي شي او د تصور او تخيل خودخواهانه او جاه طلبانه قد تل پدي طول و عرض کي کوتاهي کوي . نو ځکه دروح دعلمي قانونمند خلقت په روحيه پو هيدل حتمي او ضروري کار دي . ډير خلک له دي څخه ډار لري چي څه ډول د ديني مسايلو په باره کي بحث وکړي .زه پدي عقيده يم ، کله چي خداي انسان ته دعلم اوپوهي استعداد ورکړي ،پدي نړۍ کي ئي خپل خليفه ټاکلي ، ددغه ټولو خلقتونو په  معرفت ئي مکلف ګرځولي چي  خدائي خلقتونه وپيژني اود خداي د مخلوق د استفادي وړ ئی وګرځوي او همدغه د بشري  خلقت او  ژوند  اساسي هدف  او همدغه د خدائي طريقت ،شريعت ، دين ، عبادت او ثواب يواځينی هدف او لار هم ګڼل کيږي  ، که چيري يو انسان پخپل خداي پوره ايمان ولري ، جمعي د خير ښيګڼي سپيڅلي ارمان ،تقوا، صداقت او کافي پوهه ولري نو ډارئی په څه کي دي ؟ زما په عقيده ،دغه ډول انسان په پوره جرئت سره کولي شي دخداي درضاء اوقضاء سره سم هر خدائي خلقت  د نيک هدف او مقصد د تر لاسه کولو په خاطر وڅيړي او فورمولبندي ئي کړي ،اجر به ئي حتما ً احسن او پايله به ئي هم نيکي او ثواب وي .


زما په عقيده ، څرنګه چي د روح موضوع د خداي د علم او همداي دهغي د بشري ذهني خلف ، فلسفي اساسي زړي تشکيلوي ،پکار دادي په راتلونکي کي په دي موضوع تم شو او زما په عقيده ښه به داوي که مونږ  خپل نظر د پخوانيو نظرياتو په مقابل کي د علمي منطقي ديالوګ په شکل وړاندي کړو حتا د هغه لوستونکو لپاره چي يواځي لومړني ( ابتدائي ) فلسفي معلومات هم ولري ، پوهاوي  به ئي ورته ډير مشکل نه وي . د اوس لپارّ په پورتنۍ سريزه بسنه کوم .



وَٱلشَّفۡعِ وَٱلۡوَتۡرِ (٣)