په اېران کي د جون ١٢ له انتخاباتو وروسته پرون د جولاى پر ١٧ – مه هم په تهران کي د ميرحسين موسوي او مهدي کروبي پلويانو د احمدي نژاد پر ضد مظاهرې او له پوليسو سره جګړې وکړې.
د اېران جمهوري رياست انتخابات چي د جون پر ١٢ – تر سره سول او احمدي نژاد خپل پياوړي سيال ميرحسين موسوي ته سخته ماتې پکښي ورکړه، له امله يې اوس هم د احمدي نژاد حکومت د کورنيو مخالفتونو سره مخ دئ.
د ميرحسين او مهدي کروبي پلويان له سره د انتخاباتو غوښتنه کوي او وايي احمدي نژاد په تېرو انتخاباتو کي درغلي کړې ده.
خو د اېران د امنيت شورا تر څېړنو وروسته په ډاګه کړه چي احمدي نژاد د دوهم ځل دپاره د اېران ولسمشر دئ او په انتخاباتو کي دونه درغلي نه ده سوې، چي له سره انتخابات ترسره سي.
بلي خواته د اېران د کورنيو چارو وزارت اعلان کړئ چي احمدي نژاد به د اګست په مياشت کي د نوي حکومت د جوړېدو لوړه وکړي، دا په داسي حال کي ده چي د کورنيو چارو وزارت د جون په مياشت کي ويلي وو د جولاى تر ١٩ -مي به ولسمشر نوى حکومت تشکيل کړي، خو د هغه د مخالفينو د مظاهرو او نړيوالو نيوکو له امله احمدي نژاد تر اوسه د نوي حکومت پر جوړېدو نه دئ توانېدلئ.