کور / شعر / غزل

غزل

په وادۀ کښې که هر څو بنګړي ماتېږي
ياران بيا هم په وادۀ د يار ګډېږي

که په کونج د شوخو سترګو کښې هم ست کړي
خو رقيب مې بيا په هر څه ښه پوهېږي


نازک زړۀ به زۀ تر څو ترېنه پټ ساتم
چې ئې غشي د باڼو هسې ورېږي


شنه خالونه د سپين مخ ئې نظر نشي
يار مې ځکه د نظر تر شا پټېږي


سحر باد مې رقيب نه دی ،نو بيا څه دی
چې مې زلفې د جانان ،سره لوبېږي


لېونو ئې ورته بيا زړونه هوار کړل
د ليلا د بنګړو شرنګ دی، را رسېږي


دلالان دې نن له دې ځايه،رخصت وي
دې بازار کښې نن د زړونو سودا کېږي


شي روانه خو،بيا بېرته ،بېرته ګوري
ښائي زړۀ ئې د مين په زړۀ،سوزېږي


پيښور                       ١٦/٧/٢٠٠٩