د پاکستان فضايي ادارې اعلان کړئ چي د پوځ يوه جنګي جيټ الوتکه يې لوېدلې ده.
د چارواکو په وينا ياده سوې الوتکه د لاهور د خوشاب نومي سيمي په نورپورتهل کلي رالوېدلې چي پيلوټ يې هم پکښي وژل سوئ دئ.
عيني شاهدان وايي الوتکه تر لوېدلو وروسته سوځېدلې او پوليسو هم د پيلوټ د وژل کېدو پخلى کړئ دئ.
د پاکستان فضايي اداره وايي ايف ١٦ جنګي الوتکه د معمولي مانورې دپاره په هوا سوې وه، چي د ناڅاپي تخنيکي مشکل له امله لوېدلې ده.