پښتون قومي مشر او سياستوال حاجي خيال اکبر اپريدی نن پيښور ته نژدې د بډه بيره په سيمه کي د خپل کور مخته د نامعلومو وسله والو کسانو لخوا په ډزو ووژل سو .
شپيته کلن حاجي خيال اکبر افريدی د ادم خيلو درې قومي او سيمه ايز مشر و ،دنوموړي زوی ايمل خان وايي چي دوه کسان يي کورته راغله او د هغه د پلار سره يي د ليدو کتو غوښتنه وکړه ، کله چي نوموړی دمېلمنو ليدو ته راغی د وسله والو کسانو لخوا ډزي پرې وشوې ، ويل کيږي چي په دې پېښه کي د نوموړي د کورنۍ درې نور کسان هم ژوبل سوي دي . ددې پيښي پړه تر اوسه چا پر غاړه نه ده اخستې .
نوموړی د تحريک اتحادقبايل لومړنی مشر و او د نيشنل عوامي ګوند د غړي په توګه يي په سيمه کي د پښتنو تر منځ د روغي جوړي په جرګو کي برخه اخسته او د قام په سياسي چارو کي فعال پاته سوی و .