د پېښور د كچه ګړۍ په كېمپ كي نامالومو وسله والو د يواين ايچ سي آر دوه تنه ووژل
د مالوماتو له مخي د ملګرو ملتونو د مهاجرينو د نړيوالي ادارې يواين ايچ سي آر هغه دوه تنه چي د كچه ګړۍ له پنډغالي څخه يې كتنه كوله د ناپېژاندو وسله والو له خوا په ډزو وشتل سوي او وژل سوي دي
ويل كيږي چي د يواين ايچ سي آر فيلډآفسر ظل عثمان د پنډغالي له مسولينو سره تر ليدو كتو وروسته بيرته روان و چي د ناپېژاندو وسله والو له اړخه پرې ډزي سوي او هغه يې ځاي پر ځاي وژلى دى
وسله والو لومړى د هغه د برمته كولو هڅه كړېده خو چي د ظل عثمان له اړخه له مزاهمت سره مخ سوي دي نو يې د ډزو وار پرې كړى دى
په دې پېښه كي يو بل امنيت ساتونكى هم سخت ټپي سوى چي وروسته يې د ژورو ټپونو له امله په روغتون كي سا وركړېده
د پېښي ځاي ته رسېدلي د پولسيو چارواكي وايي چي په پېښه كي لاس لرونكي درې تنه و چي په يوه وړكوټي موټر كي د پېښي ځاي ته راغلي و
هغوي وايي چي سيمه يې تر ولكې لاندي نيولې او د تورنو كسانو په لټون يې پيل كړى دى خو د چا د نيولو په اړه لا څه نه دي ويل سوي
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه