ژباړنه د المانۍ د یوي روغتیاي مجلې څخه
دغه اصطلاح د دو ګړو څخه جوړه سوې ده، چې یوه ئي (Nutrimentum) لاتېني ګړه ده، چې خوړو «غذا» ته واي. او بله ئي (Genomik) ده، چې مانا ئي ده ځېړنه . نوتریګېنومیک یاني د خوړوځېړنه . نوتریګېنومیک ازموئي (تجربه)، چې اړوندپه منځ کي د وراثت (Gen)، خوړو او پېښي سو یو ناروغۍ لکه سرطان یا دشکرې ناروغی څه شی ده، پیدا کړي او وسپړي . وروسته تردوغو څېړه نو کېداسي چې هر څوک بیا په ځانکړې توګه د خپل زړه د خوښي خواړه تعیین او د خوړو پلان جوړ کړي . او په دغه توګه کولاي سي چې د ناروغی خطر راکښته کړي . تر اوسه لاو دغسي یوي څېړه ني ته ډېر کار پاته دی .
پروفیسر هانس-ګیورګ یوست (Prof. Hans-Georg Joost) چې د المان د خوړوځېړه نو په اینستیتوت کي د پوستدام (Postdam) دنده لري او د نوتریګېنومیک څېړندوي دی . واي : « هیڅ یو چاپېریالي فکتور دومره زیانمن زموږ د بدن او ګېن (Gen) لپاره نه دی لکه خواړه . او دغسي هم د خوړو توکي زموږ پر ګېن (Gen) باندي اغېزه لري .) تر اوسه هغه ناروغۍ چې د خوړو څخه منځ ته راغلي لکه : شکره (Diabetes Typ 2)، چاغښت یا سرطان لا هم ښه څرګند نه دي . موخه داده، چې روغمند خوراک توکي و پېژندل سي، چې څومره ئي د روغتیا لپاره ښه دي او څومره ئي د روغتیالپاره نه دي ښه . د نوتریګېنومیک څېړونکي غواړي ، چې د خوړو د ځائ اغېزه په بدن کي او ګېنو کي پیدا کړي . وروسته له هغه کېداي سي، چې د ناروغۍ مخنوی، د ناروغۍ څرګندونه او د نا روغۍ درملنه وسي او درمل د ځینو ناروغیو پیداسي .
د لاندي د پوښتنو د ځواب پیدا کولو لپاره نوتریګېنومیک څېړونکي څېړنه کوي .ولي ځیني کسان چې یو شی خوري ښه پر لګیږي او پر ځینو هغه شی بیا بد لګیږي ؟
او ولي پر ځینو پرهېز ښه لګیږي او پر ځینو بیا ښه نه لګیږي ؟
ځېړه نو په دغه لار کي چې راز د وراثت پیدا کړي ښه پرمختګ کړی . نن خلک په دغه پوهېدلي، چې ځانګړي ګېني انځورونو پوري دا اړه لري ، چې له دغه لیاري د ځینو خوړو په بدن کي ارزونه وسي .
د ساري په توګه شیدې : شیدي په موږ کي د روغو (صیحی) خوړو څخه شمېرل کېږي . خو پر ځینو شیدې بدي لګیږي، ځکه چې دغه خلک د شیدو بوره (Laktose) نه سو زغملاي . دغه کسان چې شیدې نه پر لګیږي یاني د شیدوبوره نه سو هزمولاي په وړکتوب کي ئي دغه ګېن له منځه تللی دی . دغه حالت په بدن کښې څېړونکو اوس پیدا کړی .
په اروپایانو کي دغه د ګېن بدلون په سلو کي پنځه لس ښوول سوی دی . دلته په اروپا کي که یو شی د خوړو استثنائي حالت ولري، خو په نورو ځایونو کي بېخي نورمال دی . نوموړی پروفیسر واي : ډېر اسیایان د ګېن له لحاظه د شیدو توکي نه خوښه وي په تېره بیا چینایان شیدې، پوڅه او د شیدو توکي نه خوښه وي . د ګېن انځورنه د ډېرو کلتورونو د هغه ځائ د خوړو سره ئي اموخت نیولی او پرهغه پرتله دي .
بله بېلګه : سره پوټکي امریکایان (ایندیانر) ډېر ئي چاغ سوي او د شکري ناروغي لري . اوس خلک په دې پوهېدلي، چې اروپایانو د ښکېلاک په مهال خپل خواړه هلته له ځانه سره یوړل او سرو پوټوکو امریکایانو هم ورسره خوړل . دوي ډېر زوړ ګېن لاره دغه اروپائي خواړه ئي سم نه سو هزمولاي ، نو دغه لامل وو ،چې دوي چاغ او هم شکره پیدا کړي . څېړونکي زیار باسي، چې نوي لیاري د چاغښت او د شکري د ناروغۍ د مخنوي لپاره پیدا کړي . د چاغښت پاېله د شکري ناروغي، د ویني جګ فشار او د کولمو سرطان دی .