د اسټراليا حکومت خبردارى ورکړئ چي ښايي په دغه هيواد کي ٢٠ زره کسان د سرکوزي د وايرس له امله ژوند له لاسه ورکړي.
د اسټراليا حکومتي رسنيو د دغه هيواد عامي روغتيا د وزارت په حواله خبر ورکوي چي ښايي د ژمي تر راتګ پوري په دغه هيواد کي ٢٠٠٠٠ کسان د سرکوزي د ميکروب يا سوائين فلو له امله ژوند د لاسه ورکړي.
د دغه هيواد د روغتيا وزارت وايي دا په داسي حال کي ده چي همدا اوس په اسټراليا کي ١٠ زره کسان په دې مرګوني ميکروب لړلي دي او د دوى ژوند يې له خطر سره مخ کړئ دئ، او دغه ناروغي په چټکتيا سره په دغه هيواد کي خپرېږي چي کېداى سي تر را روان ژمي پوري ١٠٠٠٠ نور کسان هم په دې ناروغي اخته سي.
د سرکوزي ميکروب په تېرو څو مياشتو کي د امريکا د لويي وچي له برازيل هيواد څخه په هغو هيوادونو کي په چټکۍ خپور سو چي اوسېدونکي يې د سرکوزي غوښي خوري.
د دې ميکروبي ناروغۍ کچه په اسلامي هيوادونو کي خورا ټيټه ده او په ډېرو اسلامي هيوادونو کي خو بېخي نه ده ليدل سوې.
د يادوني وړ ده چي مسلمانانو ته د هغوى په مقدس کتاب (قرآنکريم) کي د سرکوزي د غوښي د نه خوړلو توصيه سوې ده.