د كوټي ښار له يوه هوټل څخه د يوه انساني قاچاقبر تر څنګ اته تنه افغان وګړي نيول سوي دي
د مالوماتو له مخي د جنوبي پښتونخوا د مركزي ښار كوټي پر ستار روډ واقع له يوه هوټل څخه اته تنه افغان وګړي هغه مهال نيول سوي چي يو انساني قاچاقبر هم ورسره ملګرى و
د ايف ، آي،اې ياني فډرل انوسټګېشن اېجنسي ايالتي لارښود شهاب عظيم لهړي په ملتيا هغه وخت پر ياد سوي هوټل عمليات سوي چي كله يې په دې هوټل كي د شكمنو كسانو په هكله مالومات تر لاسه كړي و
شهاب عظيم لهړي ويلي دي چي دوي ته مالومات وركړل سوي و چي د كوټي ښار پر ستار روډ په يوه هوټل كي د يوه انساني قاچاقبر كريم احمدي نومي كس تر څنګ اته تنه افغان وګړي اوسيږي چي د پاكستاني پاسپورټ له لاري له كوټي څخه و انډونشياته د تګ په لټه كي دي
هغه زياته كړېده چې د هم دې مالوماتو په رڼا كي مو پر ياد سوي هوټل عمليات وكړل چي له هغه ځاي څخه مو د كريم احمدي نومي كس چي انساني قاچاقبر و سره اته تنه نور افغان وكړي هم ونيول
د شهاب غظيم لهړي په وينا د نيول سويو كسانو له ولكې څخه د پنځو پاكستانيو پاسپورټونو تر څنګ پنځوست زره كلداري هم لاس ته راغلي دي