دتير په څير دناروې په پلازمېنه اوسلو کی د ادبي ناستې غړو نن يو ځل بيا خپله نوبتي مشاعره دد يوې لويې غونډې په ترڅ کی ترسره کړه٠
غونډه د دود سره سم د لوئ څښتن په پاکه نامه پيل شوه٠
دمشاعرې په پيل کی د نوموړې غونډې افتخاري مخور مشر ښاغلي جنرال غلام رباني سالم خپله پرانيستونکې وينا وکړه،د ادبي ناستې غړي يې وستايل او د ادبي ناستې له غړوسره يې خپله مادي اومعنوي مرسته اعلان کړه،تر ښاغلي سالم وروسته په اوسلو کی دافغان غږ راډيو د علمي بورډ غړې اغلې ډاکټرې مسعوده قاضي وزيري خپله وينا وکړه چه په ترڅ کی يې ميلمنو ته هرکلی ووايه،تراغلې وروسته دافغان غږ راډيو د علمي بورډ غړي څوان ليکوال ښاغلي اجمل اټک يوسفزي د ادبي ناستې په تاريخچه او همدا ډول دافغان غږ راډيو په موخه رڼا واچوله تر ښاغي اټک وروسته خوږ ژبي شاعر او وياندښاغلي ډاکټر مصطفی امن تر يوې لنډې وينا وروسته په خپل خواږه غزل د مشاعرې لړۍ پيل کړه،چه البته تر ښاغلي امن وروسته په نوموړې مشاعره کی دغو شاعرانو خپل شعرونه واورول٠٠ ښاغلي ريا ض نانيخيل ،ښاغلي غلام رباني سالم ،نامتوشاعر ښاغلي محمديوسف مزدورزوئ خدمتګار،ځوان شاعر ښاغلي جاويدخان صافئ،ښاغلي اجمل اټک يوسفزي او ځوان شاعر ښاغلي شفيق الله توخي ٠
د مشاعرې تر ولولو وروسته هڅاند فرهنګ پال ښاغلي اجمل مومند نوموړې مشاعره وارزوله٠
او په پای کی دافغان غږ راډيو دعلمي بورډ غړي ښاغلي شکران الدين يوسفزي په خپله وينا نوموړې غونډه پای ته ورسوله٠
پاتې دې نه وي چه نوموړې مشاعره د لومړي ځل لپاره دافغان غږ راډيو په تالار کی رابلل شوې وه،او د يادې مشاعرې يوه برخه په ژوندۍ بڼه دافغان غږ راډيو له څپو هم خپره شوه(www.afghanghag,net) پورتنۍ مشاعره چه د غرمې پر ١٢ بجو پيل شوې وه د ماسپښين پر ٣ بجو پای ته ورسيده٠
هيره دې نه وي چه د نوموړې مشاعرې وياندي د افغان غږ راډيو خوږ ژبي وياند ښاغلي ظهير پکتين کوله،او تخننيکي برخه يې ځوان فرهنګ پال ښاغلي کامل علی زي پر مخ بيوله٠