ستا که دمخ شمعې دلمبو جامې اغوستي دي
مونږه پتنګانو دایروجامې اغوستي دي
بیا دمحرم دتجلیل پور په پښتنو واوښت
ټولي پښتونخوا چې دلوګو جامې اغوستي دي
څنګه به يې بیا دسرو ګلپاڼو شونډو نه منم
څومره په نخرو يې دپلمو جامې اغوستي دي
کله به چې لمر ترې طلائي لیچې چاپیري کړي
ناوې مو دشپې لا دتیاروجامې اغوستي دي
ستا دګلورین خلوت په بڼ کې لوبیدلي دي
زماچې هري سا نن دوږمو جامې اغوستي دي
زه به اواره یمه خو تاته به هم پته وي
څومره دې نازکې کرشموجامې اغوستي دي
مزددټولې ورځې مو تش غم شي ورته را يې وړو
شپې موچې (حسنه) دسولګوجامې اغوستي دي