منګی په لاس د چینار سیوري لاندی خوبانه ناسته دګودر غاړه کی
د اوبو شړپ د بنګړو شرنګ راتللو زه ورته ناست وم د کمر غاړه کی
پیکی یی جړک سره کړو پورته مخ نه ماته یی کتلی د نظر غاړه کی
زه یی خوړلی دغو شنو خالو یم قطار چی ایښي دي دلبر غاړه کی
زړه می وریت-وریت شي چی بیا وګورمه پاولیو کی پټ یی سور ټټر غاړه کی
لکه شبنم چی په ګل پاڼو ښکاري څاڅکي پراته د شونډو سر غاړه کی
جار شم له دغی پښتنی دلبری څه ښه کمیس یی دی ببر غاړه کی
لیونی کړی دی جامو یمه زه دی سور کمیس او شین څادر غاړه کی
سانده چی تیر له پښتنی نه شی که درته یی کیښود هم خنجر غاړه کی