کندهار ته د ولسمشر کرزي د جولاى ١٣ نېټې سفر له پخوانيو هغو سره ډېر توپير درلود، ځکه په دې غونډه کي نه د هغه پخواني ملګري قومندان ملا نقيب الله (مشهور په ملاګل اخند) او قومي مخور علي احمدخان بارکزى ژوندي وو او نه هم هغه قومي مشران ناست وو چي د خپلو شخصي ګټو په خاطر يې يو ځل بيا خپل قوميان د رئيس صاحب پښو ته خاوري کړي وائ .
حامد کرزي د کمپاين په دې غونډه کي نه خپل راتلونکى پلان تشريح کئ او نه يې د تېرو لاسته راوړنو يادونه وکړه. نوموړي په دې سفر کي نه د ټوپکسالارۍ د ختمولو ژمنه کړې او نه يې د مخدره موادو له کښت او قاچاق سره مخالفت څرګند کړئ دئ.
په ٢٠٠٢ کال چي د لنډمهالي حکومت تر اشغال وروسته حامدکرزى په لومړي ځل کندهار ته راتلئ، درې ورځي دمخه لا انتظامات ورته نيول سوي وو، چي خورا تود هرکلى يې وسو. هغه وخت ټولو افغانانو حامد کرزى د يوه با استعداده سياستوال، هوښيار نطاق، زړه سوانده مشر او ملي شخصيت په توګه پېژانده، خو دا ځل يې بېله د ژبي له چالاکۍ نوره هيڅ ځانګړتيا نه ده ورپاتې.
نيژدې ده حامد کرزى د افغانستان په تاريخ کي د سياسي ډګر تر ټولو پڅ او کمزورى واکمن وګرځي، د ده ادارې ته افغانان خو پرېږده، ټوله نړۍ د يوه مفسد، لټ او بې کفايته نظام په سترګه ګوري.
په ٢٠٠٢ کال د کندهار له هوايي ډګر څخه د ولايت تر مقام پوري پر ٢٠ کيلومتره سړک د کندهار مخور مشران، د ښوونځيو استادان، د مکتبونو شاګردان او په مجموع کي د کندهار ډېرى ځوانان د هغه هر کلي ته پر دواړو غاړو ولاړ وو او کرزى هم په يوه سر لوڅي جرمني بنز کي له هوايي ډګره راووت، قره قل خولۍ يې په کيڼ لاس کي نيولې وه او په ښى لاس خلګو ته د سلامۍ دود پر ځاى کاوه، په مقابل کي د کرزي مخته ور وتليو کسانو هم د سرو او ژيړو ګلانو په امېلونو، د ژوندى دي وي حامدکرزى او تل دي وي افغانستان په شعارونو بدرګه کاوه.
هغه مهال د کندهار هر اوسېدونکى د ولسمشر کرزي ديدن ته لېواله وو، ځکه نو ده هم له خلګو سره د مجلس او روغبړ په خاطر په ولايت مقام کي د والي ګل آغا شيرزي له خوا د موسيقۍ جوړ سوى پروګرام پرېښاوه او په ترڅنګ کوټه کي د ښار له مخورينو، ځوانانو او د ولس له مشرانو سره خبرو ته کښېنستئ او په خپله کليوالي لهجه يې خلګو ته د کابل د ارګ د خاطرو، خارجي سفرونو او په مخ کي پرتو ستونزو بيانونه کول.
خو دا ځل ولسمشر د کندهار په نوي ښار کي د غونډي محفل ته څرمه له يوې پوځي څرخکي څخه راکښته سو، نه يې هرکلي ته د ښوونځيو زدکوونکي، د مکتبونو استادان او د کندهار ښاريان وروتلي وو، چي په غاړه کي يې د ګلانو امېلونه ور واچوي او نه هم له عيدګاه دروازې څخه د ولايت تر مقام پوري سرې غالۍ ورته غوړېدلي وې. ښايي کرزى به هم له دې بېري په څرخکه کي راغلى وي چي مبادا د ګلانو د امېل پر ځاى يې غاړي ته د خپلو مخالفينو د کوم ځانمرګي لاس ونه رسېږي، چي د دوهم ځل انتخاب ټول خيال پلو به يې ور ګډوډ وکړي.
څه فکر کوئ، د کندهاريانو پرونى سوړ چلند به ولسمشر حس کړئ وي؟ او که به يې واک ته د رسېدو په مخ کي د پرتو خنډونو او سلو چورتونو له غمه په دې باب فکر هم نه وي کړئ؟ خو زما په نظر د هغه له عاجزانه وينا څخه معلومېده، چي نور نه له شرمه پخوانۍ ژمني پر خوله راوړاى سي او نه يې هم د نورو وختونو په څېر د ولس د تېر ايستلو منتر کار کوي، ځکه يوه قومي مشر په عامه ورته وويل، رئيس صاحب ته که ښه يې خپلي پخوانۍ ژمني پوره کړه.
دا ځل يې په وينا کي د خپلو لاسته راوړنو هغه تکراري او شوړېدلي يادوني هم ونکړې، چي په تېرو کلونو کي د ملي او مذهبي مراسمو په غونډو، ولايتونو او بهرنيو هيوادونو ته په سفرونو کي د خلګو غوږونه په کاڼه کړل: ((د کابل او کندهار سړک مي جوړ کئ، د سالنګ تونل له سره ورغول سو، شفاخانې مو جوړي کړې، بالا به نو پاکستان ته د يوه مريض د علاج په خاطر نه ځو او د افغانستان بيرغ په ټوله دنيا کي ورپېدئ . . . . . )) ښايي هغه يادوني يې له دې بيري نه وي کړي، چي اوس به کوم څوک پوښتنه ځني وکړي، چي آيا دغه څو ناچيزه کارونه چي ته يې پر هر سټيج يادونه کوې، په دا دونه بدبختيو ارزي چي دې خوار ملت ته دي له ٢٠٠١ کال راوروسته ور په برخه کړي دي
تر ٢٠٠١ کال وروسته د هرات، بادغيس، فارياب، سرپل او مزار شريف په زرهاوو پښتنې کورنۍ ستا د لوړ پوړي جنايتکار دوستم له خوا د کورنو څخه وشړل سول، مالونه يې چور سول او پر مځکو يې دوستمي ملېشو خپلو ځانو ته بلډينګونه ودرول. دغه بېځايه سوي کورنۍ اوس هم د کندهار په ژړۍ او بولدک، د هلمند په نادعلي او د کابل په قمبر څلور لاري د ژمي يخنۍ او د دوبي ګرمۍ ته په خېمو کي ژوند کوي.
همدا راز د امريکايانو د لاسه د ننګرهار، خوست، زابل، کندهار، هلمند او روزګان د زرونو پتمنو ښځو بې پته کېدل، په بمباريو کي د کوچنيانو، سپين ږيرو او ځوانانو قتل عامونه او په سپيو د ښځو او ماشومانو داړل او دا ټولي بې عزتۍ د کابل او هرات د سړک په جوړولو ارزي؟ چي اوس يې ستا بې کفايته او غله پوليس تش امنيت هم نسي نيولاى؟
حامد کرزي دا وار د جنايتکارانو د محاکمې او جنګسالارانو د له منځه وړلو تکراري شعار هم نه دئ ورکړئ، ځکه دى پوهېدئ چي جنګسالاران خو همدا قسيم فهيم، کريم خليلي، سياف، دوستم، محمدمحقق، تورن اسماعيل خان، ګل آغا شيرزى، سيد حسين انوري او منصور نادري دي چي اوس يې ټول د يوې معاملې له مخي پر ځان راغونډ کړي دي.
ولسمشر کرزي د قانون د حاکميت يادونه پر خوله لا نه ده راوړې، ځکه قانون خو مطيع الله قاطع او عبدالخالق همدرد پلى کاوه، چي سرونه يې د امريکايي سپېشل فورس د سپيو خوراک سول، اوس يې کرزى د عاملينو د محاکمې وس لا نه لري، فقط د هغوى خوارانو کورنۍ يې د سل _سل زره افغانيو په مرسته او د غازي وزيراکبرخان په مډالونو خطا ايستې.
د نشيي موادو د قاچاق او کښت د له منځه وړلو پر ژمنه يې هم تله تېره کړه، ځکه قاچاقبران يې يا د کورنۍ غړي احمدولي کرزى او عارف خان نورزى دي او يا شيرمحمداخندزاده او حاجي عبدالظاهر قدير غوندي توپکسالاران دي چي اوس يې هر يو په خپلو سيمو کي جلالتماب کرزي ته کمپاين کوي.
نور نو زه هم خپل بيان د کرزي راتلونکي حکومت ته په اشارې سره دګارډين ورځپاڼي په دې خبر پاى ته رسوم، چي تېره اونۍ يې په هلمند کي د يوه لوړ پوړي برتانوي افسر له خولې په ډېر افسوس سره ليکي وو: ((دوى يعني انګرېزي پوځيان ځکه په افغانستان کي وژل کېږي، چي هلته د قاچاقبرانو، توپکسالارانو او جنايتکارانو يوه ګډ حکومت ته د جوړېدو زمينه برابره کړي)).