د افغانستان ولسمشر حامد کرزي نن دوشنبه (د جولاى پر١٣ مه) کندهار ته په يوه ناڅاپي سفر ورسېدئ.
د طالبانو پخواني مرکز کندهار ته د ولسمشر د سفر موخه د هغه د انتخاباتي کمپاين يوه برخه ګڼل سوې ده، چي دا يې د روان کال ټاکنو ته د کمپاين لومړنى ولايتي سفر ګڼل کېږي.
ټاکل سوې ده چي د افغانستان د جمهوري رياست ټولټاکني د اګست پر ٢٠ – مه (د اسد ٢٩) د ٤١ کانديدانو په ګډون ترسره سي.
ولسمشر حامد کرزي په کندهار کي قومي مشرانو او سپينږيرو ته د وينا پر مهال وويل، که دا ځل رايه ورکړي هرو مرو به له طالبانو سره د سولي خبري وکړي، له ټولو هيوادونو سره به د افغانستان په اړيکو کي ښه والى راولي او همدا راز به يو پياوړى حکومت جوړ کړي.
ولسمشر کرزي په نننۍ وينا کي چي د کندهار په دولتي مېلمستون (منډيګک ماڼۍ) کي يې خپلو پلويانو ته کوله وويل، که بيا انتخاب سي، په خپل حکومت کي موجود ټول فساد به له منځه يوسي، چي په کور دننه او دباندي يې د ده اداره له سختو نيوکو سره مخ کړې ده.
که څه هم د کندهار په غونډه کي ولسمشر حامد کرزي کومه نوې خبره نه ده کړې، خو له معمول خلاف يې دا ځل د ټوپکسالارۍ د ختمولو، د جنايتکارانو د محاکمه کولو او د تارياکو د له منځه وړلو همېشنۍ ژمني چي هر وخت به يې کولې يوه هم پر خوله نه ده راوړې.
نوموړي يو ځل بيا له بهرنيو ځواکونو څخه په هوايي بمباريو کي ملکي تلفاتو ته د پاملرني غوښتنه وکړه.
د منډيګګ ماڼۍ د غونډي يوه ګډونوال لر او بر ويبپاڼي ته وويل د ولسمشر کرزي خبرو ته د قومي مشرانو غبرګون خورا سوړ وو، او يوازي يې نوموړي ته وويل چي پخوانۍ ژمني پوره کړي.
ولسمشر کرزي د دې سفر په ترڅ کي د کندهار د امنيه قومندان مطيع الله قاطع او جنايي مدير عبدالخالق همدرد کورنيو ته د وزيراکبر خان مډالونه هم ورکړل، چي دوې اونۍ وړاندي په کندهار کي د امريکايي سپېشل فور د يوې شخصي کمپنۍ له افغان ساتونکو سره په اخ و ډب کي وژل سوي وو.
رپوټونه وايي حامد کرزى د دوشنبې په ماځيګر په داسي حال کي بيرته له کندهار څخه کابل ته راستون سو، چي له يوې خوا په راروانو ټولټاکنو کي د ٤٠ کانديدانو له سيالۍ سره مخامخ دئ او له بلي خوا يې په هيواد کي امنيتي وضعيت تر ٢٠٠١ کال راوروسته په تر ټولو خراب حالت کي دئ.
د افغان تحليلګرانو په ګومان په داسي حال کي چي ولسمشر کرزي د مرستيالانو په توګه د محمدقسيم فهيم او کريم خليلي غوندي بدنامو ټوپکسالارانو په ټاکلو ملي او نړيوال ملاتړ له لاسه ورکړئ دئ، که په را روانو ټاکنو کي د ٤٠ له منځه ٣٨ کانديدان د هغه په ګټه تېر هم سي، خو بيا به هم ولسمشر کرزي ته د هغه له دوو پخوانيو وزيرانو ډاکټر عبدالله عبدالله او ډاکټر اشرف غني احمدزي سره سيالي يوه ستره ننګونه وي.