د هندوستان د دفاعي چارو يو څېړونکى وايي ښايي چين په راتلونکو څلورو کلونو کي پر هندوستان حمله وکړي.
څېړونکى بهرت ورما وايي په چين کي د کورنيو اختلافاتو ډېرېدل، د خلګو اقتصادي کمزوري او د ټولنيز ژوند ګډوډي به د دې باعث وګرځي چي د چين حکومت د خپلو عوامو د پام اړولو دپاره پر هندوستان باندي حمله وکړي.
بهرت ورما په دغه تحليلي مقاله کي ويلي دا چي چين له يوې خوا د پورتنيو مشکلاتو سره لاس او ګرېوان دئ او له بلي خوا په آسيا کي د يوازني سوپر قدرت خيالونه لري، ښايي تر ٢٠١٢ کال پوري پر هندوستان باندي حمله وکړي.