د پاکستاني رسنيو د يو تازه خبر له مخي د پاکستان د پنجاب ايالت د چک سيمي په يوې اسلامي مدرسه کښي د يوې چاودني له امله د پوليسو له قوله لږ تر لږه ١١ کسان چي ماشومان هم پکښي شامل دي وژل سوي او ١٢٠ تنه ټپيان سوي دي.
نوموړې اسلامي مدرسه چي د يو کور په بڼه جوړښت لري؛ د سيمي ماشومانو پکښي په قرانکريم، ليک لوست او لومړنيو ديني زد کړو بوخت وه چي د رامنځته سوي چاودني قرباني سول .
د سيمي د پوليسو د يو افسر کامران خان له خولې الجزيرې شبکې ته ويل سوي چي چاودنه په همدې کور کښي د يو شمېر چاودونکو توکيو له امله رامنځته سوې ده .
پاکستاني تلوېزيوني شبکې وايي چي چاودنه دومره زوروره وه چي د سيمي شاوخوا ۱۵۰ کورونه هم ورسره تخريب سوي دي .
يو تن زخمي چي د ښارپه روغتون کښي تازه بستر سوئ وو؛ رسنيو ته د چاودني په اړه وويل چي تر ١٢٠تنو پوري زخميان سوي او په زياته اندازه نور لا اوس هم تر خاورو لاندي بند پاته دي .
دا چاودنه پداسي وخت کښي د ديني زده کړو په يوې اسلامي مدرسه کښي رامنځته کيږي چي؛ پاکستاني حکومت تازه -دم د امريکا او افغان دولت سره د طالبانو او حزب اسلامي په روخولو کښي د منځګړتوب وړانديز کړئ .